BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:43 گرينويچ 2006 ,15 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ملالۍ جويا : له ويرې هره شپه کور بدلوم

ملالۍ جويا
ملالۍ جويا : زه مشکوکه حرکات وينم . ماته تهديدونکي تيليفونونه راځي . په پارلمان کې تهديدکيږم او سپکاوى مې کيږي
په ولسي جرگه کې د فراه ولايت وکيلې ملالۍ جويا انديښنه څرگنده کړې چې ژوند يې گواکې له خطر سره مخامخ دى او دا چې له دې کبله هره شپه د ځاى بدلوولو ته اړ وځي .

دا وايي تيره اونۍ د ولسي جرگې په غونډه کې له مجاهدينو سره په شخړه کې له کښيوتو راهيسې د ځاني امنيت له اړخه شک پارونکي حرکتونه ويني او په تيليفون کې هم په پرله پسې توگه گواښل کيږي .

اغلې ملالۍ دا هم ويلې چې له دې اړخه يې خپلې انديښنې له پوليسو سره شريکې کړي دي .

د ولسي جرگې دغه ځوانه وکيله چې د توندو نيوکو له کبله يې ځانته د مطبوعاتو پام وراړولى وايي ، په دې وروستيو ورځو کې داسې نښې نښانې احساسوي چې گواکې ځاني امنيت او ژوند يې له گواښ سره مخامخ دى .

اغلې جويا وايي :

(( زه مشکوکه حرکات وينم . ماته تهديدونکي تيليفونونه راځي . په پارلمان کې تهديدکيږم او سپکاوى مې کيږي . ))

اغلې جويا ددې لامل په ولسي جرگه کې تيره اونۍ له پخوانيو مجاهدينو سره چې دا يې جنگسالاران بولي ، د يوه بل ځل لپاره په لفظي شخړه کې د کښيوتو پايله بولي .

د شخړې لامل د دې هغه څرگندونې وې چې پکې يې د واک پر سر په کورنيو جگړو کې راښکيلې وسله والې ډلې مجاهدين نه ، بلکه جنايت کاران او جنگسالاران وبلل .

ددې څرگندونو ځواب په هماغه ځاى د اوبو په ډکو بوتلونو د هغې ويشتل او د سپکو سپورو اوريدل وو .

خو د ولسي جرگې دغه ٢٧ کلنه وکيله خبره په همدغه ځاى پاى ته رسيدلې نه گڼي او وايي چې د خپل امنيت په تړاوو وروستۍ انديښنې جدي بولي .

داسې چې ددې په خپله وينا له کبله يې اړ ده چې نژدې هره شپه د خپلې استوگنې ځاى ځايگى بدل کړي .

اغلې جويا زياتوي چې خپلې دغه انديښنې يې د کابل ښار د پوليسو له قوماندان سره شريکي کړي دي .

دا زياتوي :

(( تر اوسه مې د امنيي له قوماندان سره تماس نيولى او هغوى د امنيت له اړخه زما په ستونزو ډير ښه پوهيږي . ))

ملالۍ جويا د ا هم وايي چې د اساسي قانون د تصويب له لويې جرگې راهيسې تر اوسه څلور ځلې د وژلو له گواښ سره مخامخ شوې خو په يوه نه يوه ډول بچ شوې ده .

اغلې جويا د لومړي ځل لپاره په هماغه جرگه کې په مجاهدينو توندې نيوکې وکړې او تر اوسه چې هر مناسب فرصت په لاس ورځي خپلې نيوکې په بيا بيا تکراروي .

ها خوا داسې نقد کوونکي هم شته چې ددې دغه توندې څرگندونې د اوسنيو حالاتو له چوکاټه وتلې اوځينې يې ان پارونکې بولي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت