BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:43 گرينويچ 2006 ,07 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسي جرگې کې پر ملالۍ جويا گوزار وشو

ملالۍ جويا
ملالۍ جويا ويل مجاهدين په دوه ډلې سره وېشلي دي .
په ولسي جرگې کې د فراه ولايت د استازې ملالۍ جويا څرگندونو يو وار بيا د استازو ترمنځ تاوتريخوالى پيدا کړ او دا په دې تور چې گواکې د مجاهدينو سپکاوى يې کړى دى د اوبو په ډکو بوتلونو وويشتل شوه .

په پام کې وه چې په ننۍ غونډه کې د افغانستان کلنۍ بودجه يا تائيد او يا هم رد شوې واى خو د جرگې استازي په نورو فرعي موضوعاتو تم شول .

په غونډه کې مخکې تر دې چې په اصلي موضوع بحت او خبرې وشي يو شميراستازي په فرعي موضوع گانو تم شوه ، په دې وخت کې د فراه ولايت استازې ملالۍ جويا په خپلو خبرو کې مجاهدين په دوو ډلو سره وويشل ، دهغې په وينا يوه ډله مجاهدين هغه دي چې د خداى د رضا او اسلام لپاره يې جهاد کړى او بله ډله هغه چې خپلې گټې يې په پام کې نيولي دي .

دهمدغې خبرې تر اوريدو وروسته د ولسي جرگې فضا خړه پړه شوه ، ځينو استازيو هغې ته د سپکو سپورو د ويلو تر څنگ په هغې د څښاک د اوبو ډک بوتلونه وويشتل :

اغلې جويا وويل : ( په پارلمان کې نه ښايي چې يو بل ته سپکې سپورې وويل شي ، ځينو نارينه استازيو راته سپکې سپورې وويلې تر ټولو دردونکې دا وه چې ځينو ميرمنو هم داسې سپکې سپورې راته وويلې ، زه يې په بوتلونو وويشتم په بوټانو او څپلکو يې راباندې گوذارونه وکړه ، دوى چې د شريعيت نارې سورې وهي ايا په دې نه پوهيږي چې په اسلام کې په ښځو د لاس پورته کول گنا دې خو کله چې دوى خپلې شخصي او تنظيمي گټې په خطر کې وويني نو بيا يې اسلام هير شي ، تر هغې پورې چې ژوندى وم نو زه به خپل غږ اوچت ساتم که ما غلې کړي خو غږ مې نه شي غلى کولاى .)

کله چې ځينو استازيو د اغلې جويا په پلوۍ خبرې وکړې د کابل ولايت استازي عبدالرب رسول سياف د جرگې له مشر نه وغوښتل چې که چيرته په جرگه کې د اسلام او مجاهدينو سپکاوى کيږي نو په کار نه ده چې په غونډه کې تم شي .

ښاغلي سياف وويل :( دلته په کار نه ده چې غوڅ اکتريت توهين شي او داسې دې هم څوک نه وايي چې مجاهدين له زوره کار اخلي نور موږ څومره خبرې تيرې کړو که د دې چت لاندې د استازيو ترکيب ته وگورئ نو پوهيږئ چې مجاهدين غوڅ اکتريت تشکيلوي ، قانوني صيب ! په هغې غونډه کې چې د ديني ارکانو په وړاندې ملنډې وهل کيږي زموږ دين موږ ته اجازه نه راکوي چې په هغه غونډه کې کښينو .)

د غونډې ډيرو برخه والو د ملالۍ جويا په سپکاوي سخت غبرگون ښودلو هغوى ويل که وضعه همداسې روانه وي نو راتلونکي څلور کاله به څنگه تيروي .

د ننگرهار ولايت استازې سايمه خوگياڼۍ وايي چې د يوې ميرمنې سپکاوى د ټولو استازيو سپکاوى دى .

ډير استازي په دې خپه وه چې د غوڼډې اصلي موضوع چې د روان کال د بودجې تائيد او يا ردول وه په ځاى پاتې شوه او غونډه په بل لورې روانه ده . د کندز ولايت استازى معين مرستيال همدغه خبره کوي .

د ماليې وزارت چارواکي وايي په کار وه چې د بودجې په سر بحتونه لا وختي پاى ته رسيدلي واى خو اوس داسې ښکاري چې دغه موضوع نوره هم لانجمنه شوه له بله پلوه تر اوسه د ماليې وزارت د دولت د کارکونکو مياشتيني معاشونه د تير کال د بودجې له مخې ترسره کوي چې دې کار په مالي چارو ناوړه اغيزې شيندلي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت