BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:07 گرينويچ 2007 ,21 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسي جرگه کې د ملالۍ جويا غړيتوب وځنډول شو

ملالۍ جويا
ملالۍ جويا ويلي و تر ملي شورا غوجله او ژوبڼ ښه دى
د ولسي جرگې يوه تر ټولو ناندريزه ښځينه غړې د جرگې د نورو وکيلانو لخوا له خپلې دندې څخه ځنډول شوې.

د ملالۍ جويا په اړه د ولسي جرگې ډېرى غړو وروسته له هغه دا پرېکړه وکړه چې ملي شورا يې تر غوجلې هم بده وگڼله.

د ولسي جرگې غړيو د جويا هغه خبرې د دوى انساني کرامت ته سپکاوى وباله چې څو ورځې مخکې يې کړې وې.

وکيلانو د دغې پرېکړې نيولو مخکې د اغلې جويا هغه ويډيويي پټه وکته چې له يوۀ خصوصي تلوېزيون سره په مرکه کې يې ولسي جرگه له غوجلې او ژوبڼ سره تشبيه کړې وه.

هغې ويلي و چې د افغانستان تر پارلمان غوجله هم ځکه ښه ده چې هلته غواوې وي چې شودې کوي او خرۀ وي چې بار وړي، خو د هغې په وينا، د ملي شورا د غړو دومره گټه هم خلکو ته نه رسېږي.

د نن (دوشنبه) ورځې په غونډه کې وکيلانو د اغلې جويا د خبرو په وړاندې اعتراض وکړ او بيا د هغې د برخليک په اړه بحث پيل شو.

دوى د دغې ښځينه وکيلې د قانوني تعقيب غوښتنه وکړه. وروسته ډېرى غړو د ولسي جرگې د اوسنۍ دورې تر پايه د اغلې جويا د دندې په ځنډولو رايې ورکړې.

د ولسي جرگې د داخلې کړنلارې له مخې، وکيلان کولاى شي يوازې د يوې ورځې لپاره خپل يو همکار په ډېرى رايو وځنډوي. خو دا تر اوسه نه ده جوته چې د ولسي جرگې نننۍ پرېکړه پر کوم حقوقي استدلال باندې ولاړه ده.

يوه دوره ځڼد
 د ولسي جرگې د داخلې کړنلارې له مخې، وکيلان کولاى شي په ډېرى رايو خپل يو همکار د يوې ورځې لپاره له دندې وځنډوي. خو دا تر اوسه نه ده جوته چې د جرگې ننۍ پرېکړه پر کوم حقوقي استدلال باندې ولاړه ده.

اغلې جويا په خپل غبرگون کې ډاډ وښود چې دا به له خپلې دندې څخه نه شي گوښه. هغې خبريالانو ته وويل نړيواله ټولنه له دې سره ده چې د خلکو غږ اوچت کړي.

اغلې جويا زياته کړه چې د ولسي جرگې د غړو نننۍ پرېکړه د دې د هغو خبرو غبرگون دى چې څۀ باندې درې کاله مخکې يې د اساسي قانون د جوړونې په لويه جرگه کې کړې وې.

هغه مهال دې ځينې جهادي مشران جنايتکاران بللي ول، چې د دې په وينا، د جرگې پرځاى بايد محاکمې کې واى.

د فراه ولايت استازې، اغلي جويا، ته د پارلمان د تر ټولې جنجالې غړې په توگه کتل کېږي، چې زياتې نيوکې کوي، دا په تېره بيا د پخواني مجاهدينو په ضد له نيوکو ډکې خبرې کوي.

ملالۍ جويا ته د پخواني مجاهدينو سره تړلي د ملي شورا غړي لا له مخکې په قهر وو، خو د نورو ډېرو غړو غوسه يې وروسته له هغه راوپاروله چې له يوۀ خصوصي تلوېزيون سره يې په مرکه کې د خپلو نورو همکارانو په ضد سختې خبرې وکړې.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت