|
د پارلمان ناسوبه وکيلانو ته سزا ورکول کېږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسي جرگه وايي هغه وکيلان چې په مياشتو-مياشتو جرگې ته نه راځي له دې هم وروسته نه يوازې دا چې مياشتنۍ تنخا به نه ورکول کيږي، بلکې د رسنيو له لارې به خلکو ته وروپيژندل شي . دا خبره تر هغه وروسته کيږي چې ځينو استازو په ناسوبه وکيلانو په پر لپسې ډول نيوکې وکړې او د هغوى ناسوبتيا يې د پارلماني د اصولو خلاف کار وباله . خو بل لور ته ځينې ناسوب وکيلان وايي چې هغوى د بهرنيو هيوادونو او ټولنو لخوا بلل کيږي او په کاري سفرونو بوخت دي . د ولسي جرگې ځينې پريکړې ډېر ځله د نصاب د نه بشپړېدو په وجه بلې ورځې ته ځنډيږي، په تيره بيا د پر لپسې رخصتيو او د جمعو د ورځو وروسته خو نصاب په وچ زور بشپړيږي. د لرو پرتو ولايتونو استازي د معمول سره سم په دغو ورځو کې خپلو کورونو ته ځي خو داسې وکيلان هم شته چې په مياشتو- مياشتو په غونډه کې نه ليدل کيږي. د کوچيانو وکيله پروين تلوسه مومند وايي چې دغه وکيلان تر ډيره په شخصي چارو لگيا دي.
د ناسوبو استازو په ډله کې يوه هم د فراه ولايت وکيله ملالۍ جويا ده چې په تيرو دوو مياشتو کې د ولسي جرگې په غونډو کې نه تر سترگو کېده. هغه وايي چې د د ناسوبتيا يو لامل يې د بهرنيو هيوادونو او ټولنو بلنې دي چې دا ورغوښتل کيږي او دا يې بايد ومني. خو د ولسي جرگې اداري پلاوى وايي هر هغه وکيل چې د بهرنيو هيوادونو له خوا بلل کيږي بايد لږ تر لږه خو د جرگې مشرتابه د خپل سفر ځينې خبر کړي ، په ولسي جرگه کې لومړى منشي عبدالستار خواصي وايي تر دې وروسته هغوى پتيلې چې د ناسوبو وکيلانو معاشونه ترينه وگرځوي : ښاغلي خواصي دا هم وويل تر دې وروسته هغوى هوډ کړى چې ناسوبه استازو ته به د مادي سزا تر څنگ معنوي سزا هم ورکوي او هغوى به د رسنيو له لارې ولس ته ورپيژني او هم به ولايتي شوراگانې پرې خبروي. خو ډير وکيلان په دې باور هم دي چې په ولسي جرگه کې ناسوبه وکيلان هغه کسان دي چې يا په بهرنيو هيوادونو کې اوسيږي او يا هم په نورو سترو سوداگريزو چارو بوخت دي او د ولسي جرگې په مالي امتيازاتو له سره سوچ هم نه کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه ولسي جرگې په ٣ مياشتو کې مرستياله نه ده ټاکلې02 اپريل, 2007 | خبرونه ولسي جرگه د رسنيو د څار پر شورا نه سره جوړېږي05 مۍ, 2007 | خبرونه د ولسي جرگې استازي: اداري پلاوى قومي چلند کوي27 نومبر, 2006 | خبرونه قانوني : د ولسي جرگې د غړو معاش دې ډير شي03 دسمبر, 2006 | خبرونه د ولسي جرگې غړو ته معاشونه و ټاکل شول27 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||