BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:07 گرينويچ 2007 ,02 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسي جرگې په ٣ مياشتو کې مرستياله نه ده ټاکلې

د ولسي جرگې تلونکې دويمه مرستياله فوزيه کوفي، چې تر اوسه يې ځايناستې نه ده ټاکل شوې
د دويمې مرستيالې څوکۍ ته هيڅ کانديد د ټاکنو په دريم پړاو کې هم و نه توانېد چې ولسي جرگې تر ٥٠زياتو غړو رايې واخلي
د ولسي جرگې اداري پلاوى وايي چې ډېر ژر به د دغې جرگې د دوهمې مرستيالۍ لپاره بيا له سره ټاکنې وشي .

بل لور ته د دغې جرگې يو شمير استازي په ځينو سياسي ډلو تور لگوي چې د دوى په خبره په لوى لاس غواړي دغه ټاکنې د خنډ او ځنډ سره مخ کړي .

سره له دې چې د ملي شورا د دوهم کال له پيله څه د پاسه درې مياشتې تيرې شوي خو لا تر اوسه هم د ولسي جرگې د دوهمې مرستيالۍ څوکۍ تشه پاتې ده .

د ولسي جرگې د کورنۍ تگلارې له مخې په هر کال کې د دغې جرگې اداري پلاوى ټاکل کيږي ، خو د جرگې مشر د ټولې تقنيني دورې لپاره يو ځل غوره کيږي.

کله چې د ملي شورا د کار دوهم کال پيل شو نو په هماغه لومړۍ اوونۍ کې د اداري پلاوي ټاکنې پيل شوې.

د دغو ټاکنو په پايله کې يوازې د دوهمې مرستيالۍ څوکۍ ته هيڅ يو نوماند ان په دريم پړاو کې هم و نه توانېد چې په غونډه کې د حاضرو غړو له ډلې نه تر پنځوسو زياتې رايې خپلې کړي.

د ولسي جرگې د ځينو وکيلانو په وينا په جرگه کې سياسي سټې او ډلې نه غواړي دغه څوکۍ د هغوى له لاسه ووځي. د ارزگان ولايت استازى هاشم وطنوال دغه چاره د افغان ولس سره جفا بولي.

دغې څوکۍ ته د ټاکنو پر مهال کله چې ځينو سياسي ډلو او تنظيمونو د بېلابېلو نوماندو نه ملاتړ کاوه نو يو شمير استازيو نه غوښتل چې دغو کسانو ته رايې ورکړي. هغوى له څېرمه سپينې رايې و کارولې.

له هماغې ورځې په جرگه کې دا خبره دود شوه چې گڼو استازو د نوماندو کسانو د برياليتوب پر ځاى د هغوى د ناکامولو لپاره مټې را ونغښتې. او په پايله کې يې داسې پريکړه وشوه چې دغه ټاکنې دې تر نامعلومه وخته وځنډيږي.

گڼ وکيلان د دې کار په مخالفت کې ودرېدل او اوس هم هغوى د دغو ټاکنو غوښتونکي دي . خو د ولسي جرگې منشي عبدالستار خواصي ډاډه دى چې ډير ژر به دغه ټاکنې يو ځلې بيا تر سره شي.

سره له دې چې هم اداري پلاوى او هم په گڼ شمير کې استازي د دوهمې مرستيالۍ لپاره تشه څوکۍ په جرگه کې اداري تشه بولي، خو بيا هم لا تر اوسه د دغې څوکۍ برخليک جوت شوى نه دى.

د ننگرهار ولايت د استازې ارين يون په وينا تر هغې پورې چې د سپينو رايو برخليک نه وي روښانه شوى نه وي دغه کار نا شونى دى.

په ولسي جرگه کې د تېرو څه د پاسه دريو مياشتو په ترڅ کې د بيلابيلو ډلو د هڅو سره- سره يوه ډله هم و نه توانېده چې دغه څوکۍ ته د خپلې خوښې کانديد غوره کړي .

له بل پلوه د افغانستان اساسي قانون هم د هر کال په تېرېدو د جرگې د اداري پلاوي په ټاکنو ټينگار لري، خو بيا هم دغه څوکۍ د څه د پاسه دريو مياشتو راهيسې تشه پاتې ده .

د ځينو قانون پوهانو له نظره دغه ستونزه د ولسي جرگې د هغه کورني طرزالعمل سره تړاو لري چې تېر کال په ډېره بيړه جوړ شوى او ځيني نيمگړتياوې پکې شته چې يوه بيلگه يې همدا ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت