BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:44 گرينويچ 2006 ,23 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولسي جرگې د دوهم پړاو غونډه سبا ته وځنډول شوه

افغان پاولمان
په پام کې وه چې نن د افغانستان د ولسي جرگې د دوهم پړاو غونډې پيل شي ، خو د ځينو وکيلانو د ناسوبتيا له امله غونډه بلې ورځې ته وځنډيده
په پام کې وه چې نن د افغانستان د ولسي جرگې د دوهم پړاو غونډې پيل شي ، خو د ځينو وکيلانو د ناسوبتيا له امله غونډه بلې ورځې ته وځنډيده ، خو د ولسي جرگې يو تن غړي په دغې جرگې تور ولگاوه چې نن سبا تر نورو ادارو اداري فساد او بډې اخيستنه په ولسي جرگه کې عامه شويده .

د ولسي جرگې د کړنلارې له مخې په کار وه چې نن د دغې جرگې د دوهم پړاو غونډې پيل شي ، خو د گڼو وکيلانو د ناسوبتيا له مخې غونډه وځنډيده .

دغه غونډه په داسې مهال د ځنډ او خنډ سره مخ کيږي چې د ولسي جرگې په مخ کې خورا ډير کارونه نيمگړي پاتې دي .

له يوې خوا د پنځو تنو وزيرانو او د سترې محکمې د غړو لپاره د تائيد د رايو ورکونه ، همدا رنگه د امنيت ، بانک او سرې مياشتې د مشرانو د صلاحيتونو ارزول هغه څه دي چې د تير پړاو نه نيمگړي پاتې شوي

په هماغه مهال هم ولسي جرگه له دې امله د سختو نيوکو لاندې وه ، اوس د وکيلانو ناسوبتيا په سياسي کړيو کې دا خبره راپورته کړې چې د ولسي جرگې غړي د زړه له کومې خپلې چارې نه تر سره کوي .

په ننۍ غونډه کې سره د دې چې د غونډې نصاب پوره نه وو ، خو بيا هم په جرگه کې ناستو استازيو په غير رسمي توگه په خپلو کې په دې سلا شول چې په راتلونکو غونډو کې دې استازي خپل کاري رپوټونه د زون په کچه غونډې ته وړاندې کړي .

په همدې مهال په ولسي جرگه کې د کابل ولايت استازي رمضان بشر دوست په يوې خبري غونډه کې ژورناليستانو ته وويل چې په ولسي جرگه کې د بډو اخيستنه او اداري فساد تر بل هر ځايه ډير دى :

(( همدا اوس هغه فساد چې په ولسي جرگه کې شته په بل ځاى کې نه شته ، نو کله چې موږ د ملت استازي ځان اصلاح نه کړو نو ټولنه به څنگه اصلاح کړو .))

موږ ددې خبرې د سپيناوي لپاره ډيره هڅه وکړه چې د ولسي جرگې د اداري پلاوي نظر واخلو ، خو د هغوى د کاري بوختياوو په وجه بريالي نه شو

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت