|
ولسي جرگې د افغانستان ملي بانک ريس رد کړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسي جرگې ته د ورپيژندل شويو څلورو ريسانو په منځ کې د افغانستان ملي بانک ته د نومول شوي ريس پرته نورو درې واړو د جرگې د استازو د باور رايې تر لاسه کړې . په دغو کسانو کې د سرې مياشتې د ټولنې لپاره نومول شوې مشرې فاطمې گيلاني تر نورو ټولو نومول شويو کسانو ډيرې رايې وگټلې . په ننۍ غونډه کې ټول ټال ٢١٠ وکيلانو برخه اخيستې وه . په دغو څلورو تنو نومول شويو کسانو کې يوازينى کس د کورنيو چارو وزارت سلا کار عبدالجبار ثابت ثابت دى چې د پخواني لوى څارنوال محمود دقيق پر ځاى دغې څوکۍ ته نومول شوى او درې کسه نور يې هغه کسان دي چې له ډيرې مودې يې پر همدغو څوکيو کار کاوه. دغو څلورو نومول شويو ريسانو لومړى خپلې تگلارې بيان او وروسته يې د ولسي جرگې د١٨ گونو کميسيونونو استازيو پوښتنې ځواب کړې . د رايو له کارولو وروسته پايله دا شوه چې درې تنه نومول شوي مشران د ولسي جرگې نه د باور رايې تر لاسه کړي . لويې څارنوالۍ ته نومول شوي عبدالجبار ثابت د ١٣٧ ،د ملي امنيت مشرتابه ته امرالله صالح په ١٢٨ او دسرې مياشتې رياست ته فاطمې گيلاني تر ټولو هغو نورو په زياتو يعنې د ١٣٩ رايو په گټلو سره خپلو څوکيو ته وگمارل شول . خود افغانستان ملي بانک ته نومول شوي مشر نورالله دلاوري د ١٠٧ ردو رايو په وړاندې او د باور ١٠١ رايو په خپلولو سره وه نه توانيد چې دغه څوکۍ خپله کړي . د رايو تر بهير وړاندې ځينو استازيو په بانکي سيستم کې د سود د ختمولو غوښتنه کوله . ښاغلي دلاوري له هغه راهيسته په دغې څوکۍ کار کاوۀ چې ډاکټر انوارالحق احدي د ماليې د وزير په توگه گمارل شوى دى . تر دې وړاندې ډاکټر اشرف غني د ماليې وزير او ډاکټر احدي د افغانستان د ملي بانک ريس و . که چيرته ښاغلي دلاوري ١٠٦ د تاييد رايې تر لاسه کړې واى نو د افغانستان د ملي بانک مشرتابه ته به منل شوى واى ، دا ځکه چې د ولسي جرگې په غونډه کې ټول ټال ٢١٠ استازيو برخه اخيستې وه ، چې د ٥٠ جمع په يو په دود په کار وه چې هر يو کانديد ١٠٦ رايې خپلې کړې وې . د ولسي جرگې استازيو د دغو څلورو تنو د واکونو د ارزولو پر مهال د هغوى په تگلارو او تعليمي اسنادو سختې نيوکې وکړې . څه موده وړاندې ولسي جرگې د ولسمشر کرزي له خوا د کابينې د پاتې پنځو څوکيو لپاره نومول شوي ټول غړي منلي وو . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||