BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:16 گرينويچ 2006 ,06 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسي جرگې د سترې محکمې نهم غړى رد کړ

ولسي جرگه
د مطلق او ساده اکثريت خبره يو ځل بيا هغه مهال په ولسي جرگه کې راپورته شوه ، چې ځيني وکيلان سترې محکمې ته د نومول شوي قاضي محمد قاسم هاشمزي د برخليک د معلومولو غوښتونکي شول .
د افغانستان ولسي جرگې نن ( يکشنبې د زمري ١٥ د اگست ٦ ) د رايو په اکثريت هغه لانجمنه موضوع غوڅه کړه چې څو څو مياشتې پرې خبرې شوي خو تر اوسه يې سر او بر نه وو معلوم د ولسي جرگې غړو په اکثريت پريکړه وکړه چې له دې وروسته به ټولې ممتنع رايې په سوبو کې شميرل کيږي ، او ټولې پريکړې به په مطلق اکتريت کيږي .

د دغې پريکړې له مخې د سترې محکمې هغه قاضي چې په سلو کې يې تر پنځوسو لږې رايې گټلې وي هم رد شو .

د مطلق او ساده اکثريت خبره يو ځل بيا هغه مهال په ولسي جرگه کې راپورته شوه ، چې ځيني وکيلان سترې محکمې ته د نومول شوي قاضي محمد قاسم هاشمزي د برخليک د معلومولو غوښتونکي شول .

دغو وکيلانو ټينگار لاره چې د تير په څير دې سترې محکمې ته د نومول شوي قاضي برخليک د دريو نومول شويو وزيرانو په شان په ساده اکثريت تاييد شي .

د ځينو نورو استدلال بيا دا وو چې ولسي جرگه د قانون د جوړولو دنده لري او نه ښايي چې د قانون دغه مرجع دې په لوى لاس قانون له پامه وغورځوي .

د هغوى په وينا د اساسي قانون ١٠٦ ماده په دې برخه کې روښانه ده ، او هر هغه چا چې د پنځوسو څخه زياتې رايې خپلې کړي گټونکى او تر هغې د کمو رايو په تر لاسه کولو بايلونکى يا رد دى .

د ټولو استازيو خبرې له يوې مخې د رايو په کارونه کې په ممتنع رايو راټولې وې ، ځينو ويل چې ممتنع رايې دې په سوبو کې وشميرل شي ، او بلې ډلې بيا په دې خبرې ډير ټينگار لاره چې ممتنع رايې په سوبو استازو کې نه شميرل کيږي ، بله ډله بيا په ممتنع رايو باندې د راى گيرۍ سره ځکه مخالفه وه چې د هغوى په وينا د اساسي قانون ١٠٦ ماده ښکاره او څرگنده ده نو ولې پرې راى گيري وشي ، وروسته له ډيرو تودو بحثونو د ولسي جرگې مشر يونس قانوني د راى گيرى اعلان وکړ :

(( گڼ استازي په دې خبره سره سلا ول چې د سترې محکمې د وړاندې شوي غړي محمد قاسم هاشمزي برخليک دې د تير په څير په ساده اکثريت وټاکل شي ، خو د راى گيرى څرگنده پايله دا راووته چې اوس به ولسمشر کرزى د ښاغلي هاشمزي پر ځاى يو بل څوک نوموي او ولسي جرگې ته به يې ورپيژني .))

همدارنگه د پنځو تنو نورو نومول شويو وزيرانو ، د لوى څارنوال د بانک د مشر او خپلواکو رياستونو د واکونو معلومول هغه څه دي چې د ولسي جرگې د همدغې پريکړې په رڼا کې به تر سره کيږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت