BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:24 گرينويچ 2006 ,25 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اساسي قانون د ١٠٦ مادې د تفسير ستونزه

ولسي جرگه
ولسي جرگې کې وروسته د ډيرو خبرو اترو چې کله نا کله به د تاو تريخوالي او يو بل ته د سپکو سپورو د ويلو سره هم ملگرې وې پريکړه وشوه چې د اساسي قانون د ١٠٦ مادې تفسير او د دريو وزيرانو د برخليک په اړه دې د ولسمشر له اړخه د ټاکل کيدونکي کميسيون له لارې پريکړه وشي
د ولسي جرگي غړو ونشواى کولاى د افغانستان د اساسي قانون د ١٠٦ مادې د تفسير پر سر په يوه سلا شي

ولسي جرگې د تودو خبرو وروسته پريکړه وکړه چې د افغانستان د اساسي قانون ١٠٦ ماده او د درېو تنو وزېرانو لانجمنه موضوع دې د شننې او تفسير لپاره ولسمشر ته واستول شي چې د کارپوهانو په کميسيون کې ورته د هواري لارې چارې وموندل شي .

د ولسي جرگې د بحت اصلي موضوع همدغه وه چې گڼو وزيرانو ويل چې د دغو دريو وزيرانو تائيد د اساسي قانون د ١٠٦ مادې سره اړخ نه لگوي ، خو ځينو نورو استازيو ويل چې که چيرته نوموړې ماده يوازې په دغو دريو وزيرانو بل شان تطبيقيږي نو د ولسي جرگې ټولې هغه پريکړې دې بيا له سره راوگرځي چې په تيرو څه د پاسه څلورو مياشتو کي شوي دي ځکه په ټولو ١١٩ برخو کې چې ولسي جرگې پريکړې کړي نو هلته پنځوس جمع يو په پام کې نه دى نيول شوى او په ساده اکتريت سره پريکړې شوي دي .

په دغو تودو بحتونو کې درې ټکي څرگند شوه يو دا چې دغه لانجمنه موضوع دې ولسمشر ته وړاندې شي چې د قانون پوهې جرگگۍ له لورې يې وڅيړي او وروسته تر څيړنې دې د هماغې جرگگۍ پريکړه د ولسي جرگې له خوا ومنل شي ، بل دا چې همدغه موضوع دې په ولسي جرگه کې وڅيړل شي او د هواري لارې چارې دې ورته په گوته شي .

د دغه نظر پلويانو ويل چې د اساسي قانون له مخې بايد د ولسي جرگې صلاحيتونه بلې مرجع ته ونه سپارل شي . او بل ټکى دا وو چې دا مساله دې د دولت دپارلماني چارو د وزارت له لورې هواره شي .

وروسته د ډيرو خبرو اترو چې کله نا کله به د تاو تريخوالي او يو بل ته د سپکو سپورو د ويلو سره هم ملگرې وې پريکړه وشوه چې د اساسي قانون د ١٠٦ مادې تفسير او د دريو وزيرانو د برخليک په اړه دې د ولسمشر له اړخه د ټاکل کيدونکي کميسيون له لارې پريکړه وشي :

له راى گيرى وروسته سره ددې چې يو شمير استازې له غونډې وتلي وه ٧٤ استازيو په دې اړه موافقې ، ٣٧ تنو مخالفې او ١٢ تنو ممتنع رايې ورکړې چې او پريکړه وشوه چې موضوع دې د هواري لپاره ولسمشر ته واستول شي .

خو تر راى گيرى وروسته هم ځينو استازيو دغه پريکړه کارنده نه بلله او ويل يې چې دغه درې وزيران چې په تيرې راى گيرى کې په ١٢٠ رايو ونه توانيده بريالي شي نو په ٧٤ رايو څنگه شوني ده چې هغوى موږ بريالي ومنو ، د ننگرهار ولايت استازې صفيه صيديقي همدغه خبره کوي :

( کله چې په لومړى ورځ دغو وزيرانو له ولسي جرگې ځينې تر ١٢٠ رايو تر لاسه کړې بريالي وه نه پيژندل شوه نن څنگه په ٧٤ اويا رايو موږ هغوى بريالي اعلان کړو ، زما په نظر دغه راى گيرۍ هم قانوني بڼه نه درلوده .)

د جرگې ډير برخه وال د اغلې صفيې سره هم غږي وه ، هغوى استدلال کاوه چې په ولسي جرگه کې له پيله تر دې دمه د اساسي قانون ډير مواد تر پښو لاندې شوي او په کار نه ده چې د دريو وزيرانو د برخليک په برخه کې دغه موضوع نوره هم وشاربل شي .

له بله لورې د ولسمشر وياند کريم رحيمي خبريالانو ته وويل چې ښاغلى کرزى د پنځو تنو رد شويو وزيرانو په ځاى ولسي جرگې ته د نورو کسانو د ورپيژندلو په سر کار کوي ، نوموړي دا هم وويل چې ولسمشر د اساسي قانون له مخې دا حق لري چې يا د رد شويو وزيرانو له ډلې نه او يا نور وړ کسان ولسي جرگې ته وړاندې کړي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت