BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:39 گرينويچ 2005 ,27 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولسي جرگې غړو ته معاشونه و ټاکل شول

ولسي جرگه
د ولسي جرگې د غړو تنخاگانې ٥٥٠٠٠ افغانى يا ١٠٠ ډالره کيږي
د ولسي جرگې د غړو لپاره معاشونه ټاکل شوي دي چې وار د واره ورسره دا بحث پورته شوى چې دا به لوړ وي که نه . ځينې غړي يې لوړ بولي خو نور بيا د فساد د مخنيوي لپاره اوسنۍ کچه مناسبه گڼي .

د ولسي جرگې د ريس لپاره په مياشت کې ١٧٥٠٠افغانۍ چې د ٣٥٠٠ امريکايي ډالرو سره برابرې دي ټاکل شوي ، دمرستيالانو لپاره يې ٧٥٠٠٠ افغانۍ چې ١٥٠٠ ډالره کيږي او د هر منشي لپاره ٦٥٠٠٠ افغانۍ او د نورو غړو لپاره ٥٥٠٠٠ افغانۍ چې ١١٠٠ امريکايي ډالره کيږي ټاکل شوي دي.

د ولسي جرگې يو شمير غړي وايي چې دغه امتيازات ډير دي ، د ولسي جرگې غړي رمضان بشر دوست په يو سر خلاصي ليک کې ليکلي چې د بيت المال پيسې دې بې ځايه نه لگيږي ، د هغه په وينا په کار دي چې د دولت د نورو کارکونکو مياشتيني امتيازات هم لوړ کړاى شي .

خو د ولسي جرگې يو شمير نورو غړو بيا ويل چې که چيرته د ولسي جرگې دغړو مياشتينى معاش کم وي نو مالي او اداري فساد به په پارلمان کې هم لاره ومومي .

د ولسي جرگې د غړو د مياشتيني معاش په اړه لا تر اوسه د ولسي جرگې له لورې ځکه څه نه دي ويل شوي چې هلته د تيرو څو ورځو راهيسې د جرگې په تگلاره خبرې روانې دي
او دتگلارې او طرزالعمل په هرې مادې تاوده بحتونه کيږي او داسې تمه نه شي کيداى چې په راتلونکو نژدې ورځو کې به دتگلارې بحثونه پاى ته ورسيږي.


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت