|
د ولسي جرگې د رييس مرستيالان وټاکل شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ولسي جرگې د کار د پيل په څلورمه ورځ د رايو اچولو نه وروسته دوه تنه د لومړي او دويم مرستيال په توگه وټاکل شول . دسرحدونو او قبايلو پخوانى وزير محمد عارف نورزى د ٧٦ رايو په گټلو سره لومړى مرستيال شو او د بدخشان څخه د ولسي جرگې يوه غړې فوزيه کوفي د ٤٩ رايو په گټلو سره دويمه مرستياله وټاکل شوه. د ولسي جرگې د لومړي مرسيال د څوکۍ لپاره په سيالۍ کې د پلان او سوداگرۍ پخوانيو وزيرانو محمد محقق او مصطفى کاظمي ، د مخدره موادو پرضد د مبارزې پخواني مرستيال ميرويس ياسيني او د فراه له ولايت څخه د ولسي جرگې غړى نعيم فراهي برخه اخيستې وه. د ولسي جرگې د دويم مرستيال د مقام لپاره د ١٠ نور و کسانو ترمنځ سيالۍ کيده. په نظر کې دي چې څو ورځې وروسته د ولسي جرگې د دارلانشا غړي يا منشيان هم وټاکل شي . د ولسي جرگې ريس محمد يونس قانوني وويل چې دى به له دې وروسته د اپوزيسيون يا د حکومت د مخالفې ډلې مشري نه کوي بلکه د ټولې ولسي جرگې استازيتوب به کوي. ښاغلي قانوني وويل : ما مخکې هم په وار وار ويلي وو چې که د ملت استازي د ولسي جرگې د رياست لپاره د باور رايه راکړي او زه د جرگې مشر شم نو د مخالفې ډلې يا اپوزيسيون مشر توب به پريږدم . | ورسره تړلي نور خبرونه کرزى : وکيلان بايد د ولس غوښتنو ته ځواب ووايي19 دسمبر, 2005 | خبرونه د افغان پارلمان انځوريز رپورټ19 دسمبر, 2005 | خبرونه پخواني پادشاه نوى پارلمان پرانيست19 دسمبر, 2005 | خبرونه د جوړجاړي نشتوالي د ولسي جرگې ريس ونه ټاکۀ20 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||