BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:45 گرينويچ 2005 ,20 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د جوړجاړي نشتوالي د ولسي جرگې ريس ونه ټاکۀ

ولسي جرگه
ولسي جرگې غړوپه دې اړه دوه ډوله نظر درلوده .
د ولسې جرگې د ريس او مرستيالانو د ټاکلوکار ددې لپاره سبا ته وځنډېده چې د غړو ترمينځ په پارلمان کې د طرز العمل پر سرجوړ جاړى نه وو موجود په لويه کې د ولسي جرگې غړوپه دې اړه دوه ډوله نظر درلوده .

اول داچې ترهرڅه د مخه با يد طرز العمل تصويب شې بيا دې د ريس او مرستېالان وټاکل شي خو دوهم نظر داوه چې لمړى دې د طرزالعمل هغه مواد تصويب شې چې ټاکنې پرى کيږى او سمدلاسه وروسته دې ټاکنې وشي او د طرزالعمل پاتې مواد دې د مشرتابه تر ټاکلو وروسته تصويب شي .

کله چې د وکيلانو ترمينځ دغو جنجالونو زور واخيست د ولسي جرگې موقت مشر حبېب الله رامين چې تيره ورځ ټاکل شوى وو پريکړه وکړه چې ددغو دوو نظرونو په اړه رايې واخېستل شي او په پاى کې په ١٦٠ رايوداپريکړه وشوه چي سبا به ټاکني کيږي.

دولسې جرگې د مشر لپاره تر او سه خوا او شا ١٨ کسانو ځانونه کاندېد کړي چې له مينځ نه يې برهان الدېن رباني د محمد ېونس قانونې په گټه اومحمد محقق د عبدالرب رسول سېاف په گټه له خپلې کاندېدئ نه لاس په سرشوي ښاغلى محقق وايي دافغانستان په اوسنيوشراېطو کې استاد سېاف تر ټولو غوره کس دى او دى به نور داستاد سياف په څنگ کې کار وکړي

 محمد محقق د استاد سياف لپاره او اساد رباني د يونس قانوني لپاره د ولسي جرگې له رياسته لاس په سر شول

داسى ښکارى چې اوس مهال د ولسي جرگې دمشرئ لپاره دنوروکاندېدانو ترڅنگ د ښاغلي سياف او ښاغلى قانوني ترمينځ سيا لي گړندۍ شوي وي ښا غلى قانوني وايي دهمدې لپاره ددوى ملگري دې پايلي ته ورسيدل چې ښاغلى رباني دې دده لپاره د پارلمان دمشرۍ له کانديدو نه تيرشي چې همداسي وشول او دى وايي له رباني نه مننه کوي .

ښاغلي قانوني زياته کړه په دې خوا شينى دى چې د پارلمان د رياست لپاره ټولو مجاهدينو يو نو ماند وړاندې نشوکړاى پر دوى سربيره صفيه صديقې، شکريه بارکزۍ ،ملالۍ جويا هغه درې ښځې دې چې ددې څوکۍ لپاره ولاړې دي .

سبا به دافغانستان د ولسي جرگې ٢٤٩ غړې د پنځو کلونو لپاره د پارلمان رىس ، مرستېالان او منشيان او د مشرانو د جرگې مرستيالان ټاکي . د مشرانو د جرگې د ريس توگه حضرت صبغت الله مجددى ټاکل شوى دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت