BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:02 گرينويچ 2005 ,04 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان د ملي شورا د لومړنۍ غونډې نيټه وټاکل شوه .

په افغانستان کې د ملي شورا د لنډمهالې دارالاانشا چارواکي وايي چې ښايي ملي شورا د ليندۍ ( قوس ) په ٢٨ چې د دسمبر له ١٩ سره سمون لري ، لومړنۍ ( پېليدونکې ) غونډه وکړي .

د همدې لپاره د دارالانشا مشر عزيز لودين د ملي شورا په غړو غږ کړى چې له دغې نيټې نه لږ تر لږه يوه اونۍ وړاندې ځا نونه کابل ته ورسوي .

کابل ته له وخته د وړاندې ورتلو د اړتيا لامل ، د ملي شورا غړو ته د غونډو د جوړيدو د څرنگوالي ، د وکيلانو د واکونو او صلاحيتونو او په ټوله کې د پارلماني دموکراسۍ په تړاوو د معلوماتو ورکړه ښودل کيږي .

دا بهير به يوه اونۍ وخت اخلي . خو له بل لورې د مشرانو جرگې د هغو ٣٤ استازو نومونه چې ولسمشر حامد کرزى يې د قانون له مخې په انتصابي ډول د جرگې په غړيتوب گماري ، لا هم ندى ډاگيزه شوې .په احتمالي ډول د دغه لست د ډاگيزه کيدو مهال هم نن سبا ښودل کيږي .

دا له شاوخوا ٣٠ کاله ځنډ وروسته د هيواد لومړنۍ ملي شورا ده چې د خلکو په مخامخ رايه ټاکل شويده .

په دې مينځ کې د اوس لپاره د ولسي جرگې د رياست په سر سيالۍ تر بل هر څه خورا توده موضوع ده . هسې چې د انتخاباتو په مهال په انتخاباتي مرکزونو کې د کانديدانو لستونه اوږده وو ، د ولسي جرگې رياست ته د کانديدانو لست هم شاوخوا شلو کسانو ته ورلنډ شويدى .

دا ډول هسې چې د ترکيب له اړخه ولسي جرگې ته له خلقيانو او پرچميانو نيولې تر جهادي تنظيمونو او طالبانو پورې د هرې ډلې استازي راغلي ، د ولسي جرگې د رياست گټلو ته هم نږدې د هرې ډلې استازي ولاړ دي .

په دې مينځ کې د نورو په پرتله د جمعيت د تنظيم د مشر پوهاند برهان الدين رباني ، د اسلامي اتحاد د تنظيم د مشر عبدا لرب رسول سياف ، د ښوونې او روزنې د پخواني وزير او د تفاهم د جبهې په نامه د حکومت د اپوزيسيونې ډلې د مشر محمد يونوس قانوني ، د افغانستان د ملي پيوستون د نهضت د مشر سيد اسحاق گيلاني ، د سرحدونو او قبايلو د چارو د پخواني وزيرمحمد عا رف نورزي ، د ملي متحد گوند د مشر نورالحق علومي ، خپلواکه کانديدې شکريه بارکزۍ او داسې نورو نومونه تر سترگو کيږي .

دا به اوس له وخته وړاندې وي چې د ولسي جرگې د رياست د کانديدانو په دغه نسبتا اوږده لست کې کوم ځانگړي کس ته د احتمالي گټونکي گوته ونيول شي ، خوله دې سره سره د سيالۍ د گټلو منډو ترړو ، د دوه اړخيزه او څو اړخيزه ليدنو کتنو ، غونډو او ميلمستياوو په بڼه ميدان تود ساتلى دى .

د ولسي جرگې د ځينو استازو په وينا ، يو بل ته د غوږونو د نږدې کولوپه روان بهير کې خبرې تر ډيره په څه راکړه او څه واخله راچورلي . د ولسي جرگې گڼ شمير وکيلان دا خبره هم نه پټوي چې له دوى نه رياست ته د راوتلو کانديدانو د شميرې د ډير والي له کبله لاره ورکه ده او نه پوهيږي چې په دې مينځ کې چا ته رايه ورکړي .

ها خوا ځينو خپلواکه کانديدانو داسې هڅې هم پيل کړې چې د منځگړيتوب له لارې رياست ته د ولاړو کانديدانو شميره راکمه شي خو ظاهرا لا تر اوسه په دې اړه د کوم څرگند پرمختگ بيلگه نه تر سترگو کيږي .

رياست ته د ولاړو کانديدانو په مينځ کې يوه نيم ته له دولت او امريکايانو سره د تړاوو گوته هم نيول کيږي . گنگوسې داسې دي چې گواکې دولت د ځانگړ کانالونو له لارې په غير مستقيم ډول د ولسي جرگې له وکيلانو سره د احتمالي مشر په تړاو سلا مشورې کوي خو دولت په غوڅه دغه تورونه ردوې او وايې چې دا د وکيلانو خپل واک اوخپل اختيار دى چې له خپله مينځه څوک د ريس په توگه ټاکي .

دا چې په دې روانه لوبه کې څوک د ولسي جرگې رياست گټي ، د اوس لپاره يوه معما ده او ځواب به يې هله راوځي چې وکيلان دولسي جرگې پرانستونکې غونډې ته کښيني .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت