BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:21 گرينويچ 2005 ,19 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى : وکيلان بايد د ولس غوښتنو ته ځواب ووايي

کرزى
ولسمشر کرزي د نوي پارلمان له غړو لوړه هم واخيسته
د پارلمان د پرانستنې غونډه د قرآنکريم په تلاوت پيل شوه. ورسره جوخت له ودانۍ نه بهر هغه مهال د دوړو توفان جوړ شو چې چورلکو د امريکا مرستيال ولسمشر دېک چيني د کلکو امنيتي تدبيرونو په منځ کې راورساوه.

کله چې ولسمشر حامد کرزي د ولسي جرگې او مشرانو جرگې غړو ته د هغوى ددندې لوړې ورکړې، نو ټول د لاسونو په پړکولو کښيوتل.

دا هغه شېبه وه چې د١٣٥٢ کال راهيسې پکې د وکالت پر څوکۍ د هغوى دکښېناستو خوب رېښتيا شو.

خو لکه هغسې چې ولسمشر کرزي په خپله وينا کې ورته گوته ونيوله، اوس د وکيلانو دنده داده چې د افغان ولس غوښتنو ته ځواب ووايي.

هيله داده چې دا نوې موسسه به له څو کلن کړکېچ او کورنيو جگړو څخه د هيواد راوتل پاخه کړي.

خو دا بهير لاهم ډاډمن شوى ندى او ډېرى افغانان لاهم پر دې باوري نه دي چې ډېرى مخکيني جهادي قوماندانان دې، چې د وکالت څوکۍ يې گټلي دي، د حل کومه لاره وړاندې کړى شي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت