|
مجددي د مشرانو د جرگې ريس وټاکل شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د پارلمان تر پرانيستنې يوه ورځ وروسته مشرانو جرگې خپل ريس وټاکۀ . حضرت صبغت الله مجددي چې د ولسمشر حامد کرزي له خوا د يوۀ انتصابي غړي په توگه په مشرانو جرگه کې ځاى موندلى و اوس د دغې جرگې د ريس په توگه ټاکل شوى دى . ښاغلى مجددي د بيا پخلاينې د کميسيون په توگه اوس دنده ترسره کوي . دى د مجاهدينو د حکومت لومړنى ولسمشر او د اسلامي جبهې د گوند مشر و . بل پلو د ولسي جرگې د رياست لپاره هم هلې ځلې روانې دي او داسې ويل کيږي چې هلته هم د مجاهدينو درې مخکښه سټې په بر سر کې دي . ښاغليو رباني ، سياف او قانوني غواړي چې د ولسي جرگې رياست خپل کړي . وړاندې محمد محقق هم ځان کانديد کړى و خو اوس وايي چې مرستيالۍ ته يې زړۀ ښه کړى دى . په ښځو کې ملالۍ جويا هم رياست ته ځان کانديد کړى دى چې د جنگسالارانو پر ضد يې يو ځل بيا د پارلمان تر پرانيستونکې غوندې وروسته خبرې وکړې . ليکواله او شاعره صفيه صديقي او شکريه بارکزۍ هم کانديدانې دي . | ورسره تړلي نور خبرونه کرزى : وکيلان بايد د ولس غوښتنو ته ځواب ووايي19 دسمبر, 2005 | خبرونه پخواني پادشاه نوى پارلمان پرانيست19 دسمبر, 2005 | خبرونه افغان پارلمان وروسته له ٣٠ کاله کار پيلوي18 دسمبر, 2005 | خبرونه د افغان پارلمان انځوريز رپورټ19 دسمبر, 2005 | خبرونه د افغانستان د ملي شورا د لومړنۍ غونډې نيټه وټاکل شوه . 04 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||