|
په کاپيسا او پکتيا کې ١٠٠ 'مخالفين' مړه دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغان او امريکا د پوځ چارواکي وايي شاوخوا ١٠٠ د حکومت شکمن وسله وال مخالفين په کاپيسا او پکتيا ولايتونو کې د دوى د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي. امريکايي پوځ وايي د کابل په گاونډ کې شمال ختيځ ته د کاپيسا ولايت کې يې وروسته له هغه څو درځنه وسله وال طالبان تېره شپه ووژل چې د هغوى لخوا پرې بريد وشو. له بگرام څخه د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو خبرپاڼه وايي دوى د افغان پوځ له سرتېرو په الاساى ولسوالۍ کې گډه گزمه کوله چې پرې بريد وشو. خبرپاڼه ليکي چې وروسته د دوى په ځوابي بريد او د الوتکو بمبارد کې د اټکل له مخې د حکومت په لسگونو وسله وال مخالفين وژل شوي. خو طالبان خپله مرگ ژوبله نه مني او ادعا کوي چې په الاساى کې تر ٢٠ زيات ولسي خلک وژل شوي. ځايي چارواکو هم مخکې د ولسي خلکو د احتمالي تلفاتو په اړه له رسنيو سره خبرې کړې دي. د کاپيسا ياده شوې سيمه د کابل په شمال ختيځ ته ٨٠ کيلومتره نژدې پرته ده. په دې ولايت کې پخوا هم له حکومتي او بهرنيو ځواکونو سره د دحکومت مخالفو وسله والو نښتې شوې. هاخوا په سويل ختيځ ولايت پکتيا کې سيمه ييز چارواکي د شاوخوا ٧٠ وسله والو طالبانو د وژلو خبره کوي. په سويل ختيځ کې د افغان پوځ يوۀ قومندان، جنرال اکرم سامح، بي بي سي ته وويل دوى تېره ورځ (جمعه) د وسله والو طالبانو پر ځايونو له امريکايي ځواکونو سره گډ عمليات پيل کړل. د ښاغلي سامح په وينا، په شپږ ساعته جگړه کې افغان او امريکايي ځواکونو ٦٧ وسله وال طالبان ووژل، چې بهرني اورپکې هم پکې وو. ښاغلىي سامح زياته کړه د وژل شويو وسله والو مړي له ٤٠ ميله سپکو وسلو سره دوى ته په لاس ورغلي. که د وسله والو طالبانو د وژلو دا شمېره رښتيا وخېژي، دا به په سويل ختيځ کې دغې اسلامپالې ډلې ته په دا وروستيو کې د سر تر ټولو لوى زيان وي. د افغانستان سويل ختيځې سيمې په وروستيو مياشتو کې په ډېرېدونکي توگه د تاوتريخوالې شاهدې دي. تېره اونۍ همدغلته له پاکستاني پوله ساتونکو ملېشو سره افغان ځواکونو پر ډيورنډ پوله هم يوه پوره ورځ جگړه کړې وه، چې دواړو غاړو ته يې مرگ ژوبله اړولې وه. | ورسره تړلي نور خبرونه د کاپيسا نښتو ٦ 'د حکومت مخالفين' وژلي18 اپريل, 2007 | خبرونه چارواکي : په کاپيسا کې بمبارۍ ٩ کسه ووژل05 مارچ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||