BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:29 گرينويچ 2007 ,18 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کاپيسا نښتو ٦ 'د حکومت مخالفين' وژلي

کاپيسا
د کابل شمال ختيځ پلو په ٧٠ کيلو مترۍ کې پرته دغه ولسوالي د تنظيمي جگړو په مهال د سيالو غاړو تر مينځ د جگړو يو تود ميدان وو .
د کاپسا ولايت امنيتي سرچينو په هغه نښته کې چې د طالبانو له ماتې وروسته په سيمه کې تر ټولو سخته بلل کيږي ، د شپږو وسله والو مخالفانو د وژل کيدو او نورو نهو تنو د ژوبلې خبر ورکړى .

د چارواکو په وينا د تگاب په ولسوالۍ کې د دغې نښتې په پايله کې چې څو ساعته يې دوام درلود ، د پوليسو څلور سرتيري هم ژوبل شوي دي .

دا لومړى ځل دى چې چارواکي پلازمينې کابل ته په ورڅيرمه يوه ولسوالۍ کې د دوى په وينا د وسله والو مخالفانو له لورې په رڼا ورځ د يوه داسې منظم بريد خبر ورکوي چې لږ تر لږه پنځه ساعته دوام مومي .

د کاپيسا ولايت د پوليسو يوه مشر چارواکي عبدالجليل شمال بي بي سي ته په خپلو څرگندونو کې وويل چې د تگاب په ولسوالۍ کې د سه شنبې له غرمې وړاندې پيل شوې دغه نښته وار په وار د ولسوالۍ بيلابيلو برخو ته وغځيده او د ورځې تر پايه يې دوام وموند .

د پوليسو دغه چارواکي په نښته کې د شپږو وسله والو مخالفانو د وژل کيدو او نورو نهو کسانو د ژوبلې تر څنگه د څلورو پوليسو د ژوبلې خبر هم ورکړ.

د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر سرچينې پوليسو ته د مخالفانو د څلورو جسدونو او يوه اندازه وسلو د پاتې کيدو خبره هم کوي .

ويل کيږي چې د نښتې په مهال له ولسوالۍ نه د ولايت پر لور غځيدلې لاره هم د څو ساعتونو لپاره د حکومت د مخالفانو په ولکه کې وه .

د کابل شمال ختيځ پلو په ٧٠ کيلو مترۍ کې پرته دغه ولسوالي د تنظيمي جگړو په مهال ، دوخت د شمال ټلوالې په مقابل کې د حزب اسلامي د مشر گلبدين حکمتيار يو مظبوط مورچل او په عين حال کې د سيالو غاړو تر مينځ د جگړو يو تود ميدان وو .

د سيمې ځينې اوسيدونکي دا گڼي چې د سه شنبې د ورځې د دغې جگړې انگيزه هم گواکې د پخوانيو سيالو قوماندانانو تر مينځ د تنظيمي جگړو له مهاله په ميراث ورپاتې مخالفتونه دي . خو چارواکي دغه بريد د وسله ووالو طالبانو کار بولي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت