BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 02:14 گرينويچ 2005 ,06 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان د کاپيسا ولايت سينما ورغيده
سينما
په افغانستان کې هندي فلمونه خورا ډير مينه وال لري چې د کاپيسا سينما به يې هم مينه والو ته نندارې ته وړاندې کوي
د افغانستان د کاپيسا په ولايت کې سينما بيا رغيدلې ده .

دغه سينما د جگړو په کلونو کې او د ډير وخت د بې پامۍ له امله ورانه شوې وه .

د کاپيسا د سينما د بيا رغاونې لپاره مالي مرسته متحدو ايالاتو ورکړې ده .

تمه ده چې د کاپيسا سينما به په لنډ راتلونکي کې پرانيستل شي .

په افغانستان کې د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو فلمونه نندارې ته وړاندې کيږي خو داسې ويل کيږي چې د هندي فلمونو مينه وال ډير دي .

د کاپيسا د سينما مسوولينو ويلي دي چې د خلکو ذوق ته په پام سره به فلمونه نندارې ته وړاندې کوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت