BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:55 گرينويچ 2007 ,28 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پکتيکا ځانمرگي دوه افغان وواژۀ
اکرم خپلواک
د پکتيکا والي اکرم خپلواک د ځانمرگي بريد خبره تاييد کړه
د افغانستان د پکتيکا ولايت د ارگون په ولسوالۍ کې يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي دوه ملکي کسان وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي .

دا د پنجشنبې په ورځ دويم ځانمرگى بريد و چې په افغانستان کې يې مرگ ژوبله پېښه کړه . تر دې وړاندې په کابل کې يوۀ ځانمرگي بريد دوه کسان وژلي و .

د پکتيکا والي ډاکټر اکرم خپلواک د بي بي سي له پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې وويل چې د امريکايي ځواکونو د انجينييرانو يو گاډى په بريد کې په نښه شوى چې له امله يې دوه ملکي کسان وژل شوي او شپږ نور چې دوه يې انجينييران دي ټپيان شوي دي .

د افغانستان په سويل ختيځو ولايتونو کې د بي بي سي خبريال الياس وحدت وايي د ناټو يوۀ وياند ورته ويلي چې په دغه پېښه کې د دوى کوم کس نه دى وژل شوى .

د ناټو د وياند ترمخه په بريد کې د دوى دوه کارکوونکي او يو افغان ژباړونکى ټپي شوي دي . درې کسه نور ملکي وگړي هم په دغې پېښې کې ټپيان شوي دي .

ډاکټر اکرم خپلواک ادعا وکړه چې د دۀ په وينا ترهگر په پکتيکا ولايت کې د بيا رغاونې چارې نه شي زغملى او دغه بريد يې هم پر هغو کسانو و چې له پکتيکا څخه خوست ته پر يوۀ غځېدونکي سړک يې کار کاوۀ .

د پکتيکا ولايت د وزيرستان له نا ارامې قبايلي سيمې سره په پوله پروت دى . افغان چارواکي وايي د پولې له هغې غاړې د دوى په وينا اورپکې ور اوړي او بريدونه کوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت