|
دکابل ځانمرگي بريد دوه تنه ووژل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان پوليس وايي چې په کابل کې يو ځانمرگي بريد دوه بهرني سرتيري وژلي اود ددوه نورو بهرنيو وگړو او يو افغان ژباړن په گډون يې اوه تنه نور ټپيان کړي دي . د کابل د پوليسو د جنايي مبارزې مسول جنرال عليشا پکتياوال بي بي سي ته وويل چې په وژل شو کسانو کې يو امريکايي او بل يې د نيپال وگړى دى . خو د کورنيو چارو وزارت وياند وويل ، په وژل شو کې يو امريکايي او يو تن ملکي افغان دى . ښاغلي پکتياوال وويل : (( يو ځانمرگي بريد کونکي پخپل کورولا ډولي گاډي کې چاودونکي توکي ځاى په ځاى کړي وو . د امريکايي ځواکونو يو کاروان ته څيرمه يې خپل گاډى والوزاوو .دغه کاروان له سيمې څخه تيريده .)) عليشا پکتيا وال وويل په دې بريد کې د بهرنيو ځواکونو دوه گاډي هم ويجاړ شوي دي . پوليس وايي چې ددغو امريکايي سرتيرو د سپرلۍ گاډي د مرمۍ ضد نه وو . ددغه بريد پړه طالبانو په غاړه اخيستې ده د پوليسو په وينا بريد د کابل په ختيځ کې د څرخي پله زندان ته څيرمه ترسره شوى دى . ددغه زندان د بيا رغاوني چارې د امريکايي پوځيانو له خوا روانې دي چې د گونټانامو له زندان څخه دبنديانو د راليږدولو جوگه شي . خود ناټو ځواکونو سم لاسي د بريد په اړه جزيات نه دي ورکړي . په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو سرتيرو يو وياند له بي بي سي سره په خبرو کې د بريد پخلى وکړ خو د کېدونې مرگ ژوبلې په اړه يې جزيات ورنکړل . په دوه اونيو کې دا دوم ځل دى چې په کابل کې بمي بريدونه افغان او نړيوالو ځواکونو ته مرگ ژوبله اړوي . له دې وړاندې د کابل د پوليسو د اکاډمۍ د ښونکو د عملې پر بس بمي بريد ٢٤ تنه ووژل او د ملکي خلکو په گډون يې له ٥٠ څخه ډير نور ټپيان کړل . له بلې خوا د پاکستان او ايران له پولو سره څيرمه د افغانستان سوېلي سيمې د پلې او غلچکۍ جگړې ډگر دى . په دې سيمو کې نړيوال او افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو له بريدونو سره مخامخ دي چې د ملکي خلکو سره بيره دواړو غاړو ته مرگ ژوبله اړوي . له دې حالاتو څخه په جوت ډول ښکاري چې وسله وال زورزياتى لا پسې توديږي . دې حالت پر نړيوالې ټولنې چې د امنيت د ټينگښت دنده په غاړه لري فشار ډير کړى دى . او د عامو افغانانو ترمنځ روان امنيتي حالت په نژدې وخت کې د ټيکاو د رامنځته کېدو هيلې له منځه وړي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه کابل کې ځانمرگي بريد ٥ کسه ووژل06 اپريل, 2007 | خبرونه کندهار کې ځانمرگي بريد 'اته' کسان ټپيان کړل11 اپريل, 2007 | خبرونه د غزني او خوست په پېښو کې ١٤ مړه دي14 اپريل, 2007 | خبرونه کندهار کې ځانمرگي بريد ٤ کسه وژلي15 اپريل, 2007 | خبرونه د کندوز ځانمرگي بريد الماني سرتېري وژلي19 مۍ, 2007 | خبرونه ٦ کلن ماشوم : دا واسکټ مې ولې اغوستى دى؟26 جون, 2007 | خبرونه دوو ځانمرگو بريدونو شپږ ماشومان وژلي دي15 جون, 2007 | خبرونه امريکايي پوځيانو په کابل کې پرخلکو ډزې کړې16 جون, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||