|
دوو ځانمرگو بريدونو شپږ ماشومان وژلي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکي وايي د ارزگان ولايت په مرکز ترين کوټ کې د يوۀ ځانمرگي بريد له امله شپږ ماشومان وژل شوي او د دوو سرتيرو په گډون يې ټول پنځه کسان ټپيان کړي دي . دغه بريد نن ( جمعه د غبرگولي ٢٥ د جون ١٥ ) شوى او ظاهرآ يې د ناټو يو کاروان په نخښه کاوۀ . په کابل کې د ناټو د ځواکونو يوې وياندې د دغې پېښې پخلى کړى دى خو وايي چې د اوس لپاره نور څه نه شي وىلى . د وياندې په وينا پلټنې روانې دي خو افغان چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې د ناټو دوه سرتيري په دغه پېښه کې ټپيان شوي دي . دوى د سرتيرو په باب نور څه ونه ويل چې د کوم هيواد دي او ټپيونه يې څومره جدي دي . په ارزگان ولايت کې تر ډيره ځايه د ناټو هالنډي ځواکونه ځاى پر ځاى دي خو استراليايي سرتيري هم په دغه ولايت کې شته دي . د ارزدگان له بريده لږ وروسته په کندهار کې هم يوۀ ځانمرگي بريد يو شمير ملکي کسان ټپيان کړي دي . دكندهار امنيه قوماندان عصمت الله عليزى وايي په دغه بريد كې د پنځو تنو عامو وګړو دټپي كيدو خبر وركړى دى . چارواكي كه څه هم دناټو ځواكونو دتلفاتو په اړه له څه ويلو ډډه كوي خو دپيښي دځاي څخه عيني شاهدان وايي چي دناټو ځواكونو يو ګاډي يي په خپلو سترګوليدلي چي په بريد كې ويجاړشوي وو. په تيرو شپږو مياشتو کې د افغانستان په لرو بر کې د تاوتريخواليو له امله تر ٢٠٠٠ ډير کسان وژل شوي دي چې يوه لويه برخه يې د ملکي کسانو گڼل کيږي . پرون ارزگان ته نژدې په کندهار ولايت کې په سلگونو هغو ميرمنو چې په تاوتريخواليو کې يې زامن يا نور خپلوان وژل شوي و ، يوه غونډه وکړه او په جگړه کې ښکېلو ټولو غاړو څخه يې وغوښتل چې مسايل د خبرو له لارې حل کړي او د دوى زامن نور ونه وژني . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||