|
٦ کلن ماشوم : دا واسکټ مې ولې اغوستى دى؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ناټو وايي د افغانستان د غزني په ولايت کې وسله والو طالبانو يوۀ شپږ کلن ماشوم ته د چاودېدونکو توکو واسکټ وراغوستى و او ترې غوښتي يې و چې افغان پوليسو ته ورشي او تکمه يې کېکاږي . د جمعه گل او داد گل په نامۀ دغه شپږ کلن ماشومان په خبره نه و پوى شوي او له سرتيرو يې پوښتلي و چې دغه واسکټ يې ولې اغوستى دى ؟ د ايساف سرتيري مايکل کارمير وايي : (( دوى ( وسله والو طالبانو )) يوۀ شپږ کلن ماشوم ته چاودېدونکي توکي ورکړي ، ورته ويلي يې دي چې افغان پوليسو يا پوځيانو ته ورشي او تکمه يې کېکاږي . خو له ښه مرغه ماشوم په دې خبره سم نه دى پوى شوى او پر گزمه بوخت افسر څخه يې پوښتلي دي چې دۀ ولې دغه واسکټ اغوستى دى . )) ناټو په يوه خبر پاڼه کې وايي چې دا پېښه د دې څرگندويه ده چې وسله وال طالبان ان له ماشومانو څخه د ځانمرگو بريد کوونکو کار اخلي . زبيح الله مجاهد چې له رسنيو سره د وسله والو طالبانو په استازيتوب خبرې کوي له بي بي سي سره له يوۀ نامعلومه ځايه په تيلې فوني تماس کې دا خبره رد کړه او ويې ويل چې دوى د ځانمرگو بريدونو لپاره د دۀ په وينا نور ډير کسان لري . افغان چارواکي وايي د ځانمرگو بريد کوونکو ډيره برخه د تنکيو ځوانانو وي . خو دا لومړى ځل دى چې له يوۀ شپږ کلن ماشوم څخه هم ظاهرآ د ځانمرگي بريد کوونکي په توگه د کار اخيستلو هڅه شوې ده . په تيرو دوو کلونو کې په افغانستان کې ځانمرگي بريدونه ډير شوي دي . د ځينو شميرو تر مخه د ٢٠٠٦ کال په ترڅ کې شاوخوا ١٥٠ ځانمرگي بريدونه شوي دي چې ډير کله يې ملکي کسان وژلي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||