BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:06 گرينويچ 2007 ,11 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په پکتيا او کندهار کې بريدونه شوي
افغان پوليس
د وسله والو طالبانو په وروستيو بريدونو کې د افغان پوليسو په مرگ ژوبله کې د پام وړ زياتوالى راغلى
چارواکي وايي په سويل ختيځ ولايت پکتيا کې د وسله والو طالبانو په بريد کې لږ تر لږه درې پوليس او يو ملکي موټر چلوونکى وژل شوي. بلخوا په کندهار کې څلور کاناډايي سرتېري ټپيان شوي.

سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي نن (چارشنبه) سهار وسله والو د پوليسو او نړيوالو ځواکونو پر يوۀ کاروان بريد وکړ او درې تنه پوليس يې ووژل. يو ملکي موټر چلوونکى هم وژل شوى.

دغه امنيتي گډ امنيتي کاروان د هغه لوړپوړي حکومتي پلاوي ساتنه کوله چې د وزې ځدراڼ ولسوالى ته پرلارې و. په پلاوي کې د ولسمشر کرزي دوه سلاکاران او د پکتيا والي هم وو.

د پکتيا د پوليسو مشر، غلام دستگير روستميار، بي بي سي ته وويل د وسله والو طالبانو په کمين کې چې د گردېز - خوست پر لويه لاره شوى بهرنيو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

خو وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په بريد کې يې د افغان او بهرنيو ځواکونو درې گاډي ويجاړ کړي او 'گڼ شمېر' سرتېري يې ور وژلي دي.

د افغانستان په سويل ختيځو ولايتونو کې په وروستيو مياشتو کې د حکومت د مخالفو وسله والو او نړيوالو او افغان ځواکونو تر منځ نښتې زياتې شوې.

په کندهار کې څلور کاناډايان ټپيان شوي
هاخوا په کندهار ولايت کې تېره شپه څلور کاناډايي سرتېري په يوۀ بريد کې ټپيان شوي دي.

ناټو ځواکونو ددغې مرگ ژوبلې لامل د سړک د غاړې بمي چاودنه بللې، خو په کندهار کې امنيتي چارواکي او وسله وال طالبان وايي پر کاناډايي ځواکونو تېره شپه په ژېړۍ ولسوالۍ کې ځانمرگى بريد شوى.

لومړى د ناټو ځايي وياندانو د ژوبلو شويو شمېره دوه سرتېري ښودله، خو کاناډايي رسنيو ته يې د خپل هېواد پوځي چارواکو د څلورو پوځيانو د ټپي کېدلو پخلى کړى.

کندهار له هلمند وروسته د افغانستان دويم تر ټولو ناامنه ولايت دى چې د زياتېدونکو بريدونو او چاودنو شاهد دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت