BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:18 گرينويچ 2007 ,05 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دکندهارځانمرگي بريد پوليس وژلي دي

پوليس
د پيښه د پاکستان له پولې سره څيرمه رامنځته شوې ده . چارواکي وايي چې د پوليسو يو مرکز يو مخ ويجاړ کړى دى او تر اوسه يې ١٠ تنه پوليسو مړي راباسلي دي .
چارواکو وويل ،د سپين بودلک په ولسوالۍ کې يو ځانمرگي بريد افغان پوليسو ته درنده مرگ ژوبله اړولې ده .

دا پيښه هغه سيمه کې شوې ده چې افغانستان د کوټې له ښار سره تړي .

دسپين بولدك ولسوالۍچارواكي وايي بريدكونكى دپوليسو جامې په تن كړې وه او هغه مهال يي دسرحدي لوا په يوې قرارګاه كې ځان والوزاوه چي پوليس دغرمې دډوډۍ په خوړولو بوخت وه .

دبسم الله خان په نوم دسرحدي پوليسو يوه چارواكي بي بي سي ته وويل چي دبريد په پايله كې دپوليسو ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه شو ې اوله ودانۍ څخه تردامهاله دنژدې لسو پوليسومړى او يولس نور ټپيان را ايستل شويدي .

هغه وويل چي اوس هم دنړيدلي ودانۍ څخه دمړو اوټپيانو دايستلو لړۍ روانه ده .

دكندهار امنيه قومندان جنرال سيداقاثاقب بي بي سي ته وويل چي تراوسه دنهو تنو پوليسو اوافسرانو مړي دنړيدلي ودانۍ څخه راايستل شوي اوپه نورو پسي پلټنه روانه ده .

هغه وويل چي په دغه پيښه كې لس تنه ټپيان شوي وه چي درې تنه سربيرن وه او اوه تنه نور اوس هم تر درملني لاندي دي .

ښاغلى ثاقب وايي چي په وژل شوو كسانو كې دكندهار اوسپين بولدك ولسوالۍ دلوې لارې دامنيت قومندان حاجي لعل جان له خپل زوي سره هم شامل دي .

اوپه ټپيانو كې دسپين بولدك امنيه قومندان سمونوال شاولي اوځينو نور افسران شامل دي .
هغه وويل چي اوس يي سيمې ته دتلفاتو د بشپړې شميرې دمالومولو په موخه يو پلاوى ليږلي .

داڅوم ځل دي چي ځانمرګي بريدكونكي دپوليسو له جامو څخه په ګټه اخيستنه حكومتي سرتيرو ته مرګ ژوبله ور اړوي
.

كابو دوې مياشتي وړاندې هم يو تن چي دافغان پوځ دسرتيرو جامې يي په تن كړې وې دهلمند دامنيي قومندانۍ ودانۍ ته نژدې ځان والوزاوه چي افغان سرتيرو ته يي مرګ ژوبله واړول .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت