|
په غزني کې بمباريو طالبان 'او کليوال' وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان او ناټو چارواکي وايي په غزني او هلمند ولايتونو کې نن (چهارشنبه) څه باندې ٣٠ وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي او درې برتانوي سرتېري ټپيان شوي دي. سيمه ييز خلک وايي دغزني په بمباريو کې يوه کورنۍ هم له منځه تللې ده. په غزني کې بهرنيو ځواکونو په دوو ولسواليو کې، د چارواکو پر خبره، د وسله والو طالبانو ځايونه بمبارد کړي او د هغوى د يوۀ سيمه ييز قومندان په گډون يې ٣٤ وسله وال وژلي دي. د غزني د پوليسو مشر عليشاه احمدزى وايي نړيوالو ځواکونو سهار وختي د اندړو د ولسوالۍ په گبرو کلي کې د طالبانو ١٢ کسان ووژل، چې د دوى يو قومندان، مولوي نور الله هم پکې و. ښاغلي احمدزي زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو ملاتړ ته يې وروسته له هغه غږ وکړ چې ځواکونه يې له طالبانو سره په سخته جگړه کې ونښتل. د بمبارۍ غږ تر غزني ښاره پورې رسېدۀ. گڼو سيمه ييزو خلکو بي بي سي ته ويلي چې د يوۀ کور پنځه غړي هم د سهار د دوو بجو په بمباريو کې وژل شوي دي، چې يوه پکې ښځه ده. د دوى په خبره، يوه بله ښځه ټپي شوې هم ده. د طالبانو يوۀ وياند بيا په اندړو کې خپلو ملگرو ته د هر ډول زيان اوښتلو خبره رد کړې ده. د پوليسو مشر، ښاغلي احمدزي، وويل بهرنيو ځواکونو له طالبانو سره له ورته نښتې وروسته په ناوه ولسوالۍ کې هم د وسله والو ځايونه پر نښه کړي، چې وايي ٢٢ تنه يې پکې وژل شوي دي. بهرنيو ځواکونو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي. خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي په دې جگړه کې د دوي يوازې يو ملگرى وژل شوى او د پوليسو درې گاډي يې له سپرلو سره له منځه وړي. بلخوا، په تر ټولو نارام هلمند ولايت کې په دوو جلا چاودنو کې بهرنيو ځواکونو، پوليسو او ولسي خلکو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. لومړۍ چاودنه سهار په گرشک ولسوالۍ کې وشوه چې د همدې ولسوالۍ يو جگپوړى پوليس افسر يې په نښه کړ. د ولسوال حاجي مناف په وينا، د پوليسو سيمه ييز مشر له خپل يوۀ ساتونکي سره ووژل شو او درې نور پوليس په چاودنه کې ټپيان شوي دي. همدارنگه په نادعلي کې د ناټو پر مشرۍ ځواکونو باندې د سړک د غاړې بم چاودلى، چې لږ تر لږه درې برتانوي سرتېري او څلور ولسي خلک پکې ټپيان شوي دي. په هلمند کې د ناټو ځواکونو يوۀ وياند چارلي وايي چاودنه هغه مهال پرې وشوه چې له سيمې څخه د دوى يو کاروان تېرېده. د افغانستان نژدې ټول سويلي ولايتونه په وروستيو مياشتو کې د زياتېدونکو بريدونو او جگړو شاهد دي. | ورسره تړلي نور خبرونه د پوليسو په جامو کې وسله والو کليوال وژلي30 جولاى, 2007 | افغانستان په پکتيا او کندهار کې بريدونه شوي11 جولاى, 2007 | افغانستان يونليک: افغانان څه ډول د جگړې په منځ کې راښکېل دي13 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||