BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:35 گرينويچ 2007 ,30 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پوليسو په جامو کې وسله والو کليوال وژلي

په زابل کې کليوال خلک او جوماتوال وروسته له هغۀ ووژل شول چې د امنيتي ځواکونو پر يوۀ کاروان باندې بريد وشو (د ارشيف انځور)
په زابل کې کليوال خلک او جوماتوال وروسته له هغۀ ووژل شول چې د امنيتي ځواکونو پر يوۀ کاروان باندې بريد وشو
د افغانستان په پنځو لروبر ولايتونو كې د تاوتريخوالي په تازه پېښو کې شاوخوا د څلوېښت كسانو دوژل كيدو رپوټونه وركړل شوي چې ډيرى يې حكومتي اوولسي وګړي دي .

يوازې له سويل او سويل لوېديځو ولايتونو څخه په تېرو ٢٤ ساعتونو كې د ٣٣ كسانو دوژل كېدو راپورونه وركړل شوي دي.

په تر ټولو ناوړه پېښه کې د کابل كندهار لويې لارې ته نژدې په زابل کې رامنځته شوې چې د پوليسو په جامو کې وسله والو وروسته له هغه گڼ کليوال خلک په ډزو او چړو ووژل چې په سيمه کې پر يوۀ افغان امنيتي کاروان مرگونى بريد وشو.

د شاجوى د كوچنۍ خاكې په كلي كې په وروستۍ پېښه کې، د ځايي اوسېدونكو په وينا، لس كسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ځايي خلک وايي تېره شپه دكوچنۍ خاكې كلي ته وسله وال كسان راغلل او مخامخ يې پر ولسي خلکو ډزي وكړې او ځيني نور يې په برچو يا په چړو ووهل .

عيني شاهدان وايي چې په پېښه كې ځيني ديني عالمان هم وژل شوي دي. د زابل چارواكې هم دغه خبره مني چې دپوليسو په جامو كې نغښتي كسانو ولسي وګړي وژلي دي، خو چارواكي وايي چې دغه كسان پوليس نه دي.ځايي چارواکي د تېرې شپې د وژل شويو شمېره څلور او د ټپيانو درې كسان يادوي.

سيمه ييزو اوسېدونكو چې خپل ځينې ژوبل شوي كسان يې دكلات ښار ملكي روغتون ته راوړي بريد كوونكي دشاجوى دولسوالۍ امنيتي ځواكونه بولي. د همدغې ولسوالۍ دخاكې په كلي كې تېره ورځ دحكومت پلوه ملېشو پر يوه كاروان وسله وال بريد وشو، ديارلس كسان پكې ووژل شول او اته نور ټپيان شول.

چارواكې وايي چې په بريد كې پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. خو د طالبانو يووياند قاري يوسف احمدي وايي چې وسله وال طالبان له دغې پېښي روغ رمټ وتلي دي.

دى وايي چې په بادغيس ولايت كې يې دځايي پوليسويوه امنيتي پوسته نيولې اوعسكر يې له ځان سره بېوولي دي. ورته پېښه دنيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ كې هم شوې ده. هلته دپوليسو پوسته د طالبانو له لورې خالي شوې. دپنځو كسانو مړي پاتې دي او يو په ټپي حالت كې موندل شوى دى.

چارواكې وايي چې د پوليسو د سيمه ييز قومندان په ګډون څو کسان ورک دي. دنيمروز امنيتي ځواكونه شك كوي چې دپوستې ځينو سرتېرو به له طالبانو سره لاس يو كړى وي او داپېښه يې نتيجه ده.

هاخوا په شمال ختيځ ولايت، نورستان، کې د يوه كس سر پرې كړى مړى موندل شوى دى. په کامدېش ولسوالۍ کې ځايي خلک وايي چې اكثره ورته مړي دهغو كسانو وي چې طالبان يې جاسوسان بولي.

د غزني دقره باغ ولسوالۍ هم نن بيا دجګړې شاهده وه. هلته هم چارواكې وايي چې درې پوليس يې وژل شوي او څلور نور يې تپيان دي.

د افغانستان په ډېرى سيمو كې اوس دجنګ جګړو، چاودنو او د تاوتريخوالي پېښو لړۍ هغې كچي ته رسېدلې چې رسنيو ته يې هم راټولول خورا ګران كار دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت