BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:10 گرينويچ 2007 ,12 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په ارزگان او زابل کې ١٠ کسه وژل شوي دي

زابل
په کلات كې د ملكي روغتون ډاكتران وايي چې درې ټپي شوي عام وګړي يې هم روغتون ته وروړي دي
دافغانستان په سويل لويديځ كې په دووبيلا بيلو نښتو كې١٠ كسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي .

وروستۍ پېښه دكابل كندهار پرلويه لاره دزابل ولايت مركز کلات ښار ته څېرمه وشوه .

يو كس ووژل شو او شپږ نور ټپيان شول چارواكي وايي چې نن سهار لومړى وسله والو طالبانو دسپينې غبرګې په سيمه كې دپوليسو پر موټر بريد وكړ يو پوليس يې وواژۀ او درې نور يې ټپيان كړل .

د زابل دچارواكو په وينا په ځوابي بريد كې يو طالب هم ټپي شوى دى .كه څه هم چارواكي دعامو وګړو په مرګ ژوبله ځان ناخبره بولي خو په کلات كې د ملكي روغتون ډاكتران وايي چې درې ټپي شوي عام وګړي يې هم روغتون ته وروړي دي.

تردې وړاندې د ارزګان ولايت مركز ترين كوټ ته څېرمه د مراباد په سيمه كې زوره وره نښته شوې .

طالبان وايي چې اته كورني عسكر په دغه جګړه كې وژل شوي او ټپيان شوي دي .

قاري يوسف چې په سيمه كې د طالبانو وياند بلل كېږي يوازې د دوو طالبانو د ټپي كېدو تاييد كوي خو افغان چارواكي وايي چې ترين كوټ ته څېرمه په پرونۍ جګړه كې درې پوليس وژل شوي او څلور پوليس ټپيان دي .

دارزګان ولايتي وياند عبدالقيوم قيومي ټينګار كوي چې په نښته كې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او دولس نور ژوندي نيول شوي دي .

دښاغلي قيومي په ويناچې نيول شوي كسان ټول طالبان دي .چارواكي وايي چې دغه عمليات ځايي پوليسو،افغان پوځ او دناټو ځواكونو ترسره كړي دي.

په داسې حال كې چې ژمى مخ په ختمېدو او د وسله والو طالبانو د بريدونو د ډېرېدو اټكل كېږي خو په دې وروستيو كې د ناټو او افغان امنيتي ساتونكو له لوري په سويل لوېديځو ولايتونو كې د تېركال برخلاف سږ د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات ګړندي ښكاري.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت