BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:24 گرينويچ 2006 ,16 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د زابل وچکالۍ خلک له کليو ښار ته ليږدولي

وچکالي
د ترنك سيند اوبه وچې شوي اودولت او نړيواله ټولنه دې په زابل كې داوبو زېرمي يا ډنډونه جوړكړي.
د زابل ولايت په مرکز كلات كې اوس د مزدورانو په ليكوكې ولاړ هغه كسان ترسترګو كيږي چې د خورا پراخو مځكو او لويو جايدادونو خاوندان دي .

داهغه خلك دي چې د دغه ولايت له بېلابېلو ولسواليو څخه د وچكالۍ له كبله كلات ښار ته راكډه شوي دي .

دكلات ځينې اوسېدونكي د راكډه شويو كورنيو شميره تر زرو كورنيو ډېره يادوي او وايي چې بيړنيو مرستو ته اړتيا لري .

ولي محمد د خان د كلي اوسيدونكي يو له هغو كروندګرو څخه دى چې خپلي مځكي به يې د ترنك په سيند خړوبه ولې او اوس يې كركيله پرې ايښې او كلات ښار ته راستون شوى دى دى وايي چې دامهال په يوه خېمه كي ژوند كوي اودوچكالۍ ناورين يې ژوند له ګواښ سره مخامخ كړى دى .

د ده په خبره چې د ترنك سيند اوبه وچې شوي اودولت او نړيواله ټولنه دې په زابل كې داوبو زېرمي يا ډنډونه جوړكړي.

خو سږنۍ وچكالۍ ترټولو ډير زيان د زابل ولايت د هغو ولسواليو اوسيدونكو ته وراړولى چې كركيله يې په كاريزونو يا په ژورو څاګانو وه .

د كلات ښار ته ځيرمه د سيوري ولسوالي هم يوه له همدغو سيمو څخه ده .

يو كس چې ځان ددغي ولسوالۍ دډيري مځكي څيښتن راپيږني له دولت او نړيوالي ټولني څخه د مرستي غوښتنه كوي.

دى وايي كه دولت اونړيواله تولنه د وچكالۍ د مخنيوي په لړ كې بېړني ګامونه اوچت نه كړي نو ډېرې نورې كورنۍ به كډې كولو ته اړ شي.

د زابل ولايت چارواكي هم مني چې د ولايت بېلابېلي برخې يې د وچكالۍ له سخت ناورين سره مخامخ دي او وايې چې ګڼې كډې د كلات ښار ته راغلي دي .

د زابل ولايتي وياند ګلاب شاه علي خيل وچكالۍ ځپلو سيمو ته له نړيوالې ټولنې څخه د مرستو غوښتنه وكړه .

ده وويل چې له شملزو، اتغر،نوبهار،سيوري ،دايچوپان اوشينكۍ ولسواليو څخه ډېرې كورنۍ په كډه كولو اړې شوي دي خو ښاغلي علي خېل يې په شمېره ځان ناخبره وباله.

ده وويل چې له دغې ستونزې يې مركزي چارواكي خبر كړي دي .

زابل د كابل كندهار پرلويه لاره پروت غرنى ولايت دى چې خلك يې له اقتصادي پلوه بې وسه او د ګاونډيو ولايتونو په پرتله بيارغونه پکې لږ شوې ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت