BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:38 گرينويچ 2006 ,12 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نا امنيو د کندهار د ميو بازار سوړ کړى دى

مڼې
د نا امنيو له امله د کندهار د ميو تود شوى بازار بيرته سوړ شوى دى
دكندهار ولايتي جرګې له دولت څخه وغوښتل چې په دغه ولايت كې دكرونده ګرو د ميو ساړۀ بازار ته پام وكړي.

د ولايتي جرګې ريس احمدولي خان كرزي په يوه خبري غونډه كې وويل چې بڼوالو ورته شكايت كړى چې انګور يې بازار نه لري اوسوداګر يې د امنيت له امله رانيولو ته زړۀ نه ښه كوي .

ښاغلي كرزي وويل چې دولت او نړيواله ټولنه دې دغې ستونزې ته ژوره او بيړنۍ پاملرنه وکړي .

دى وايي :

((كه چېري دپنجوايي،ژېړۍ او ميوند ولسواليو انګوروته سملاسي بازار ونه موندل شي خلک به يې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي اوپايلې به يې ډېري بدي وي،له نېستۍ او لوږي سره هرڅه تړلي دي ،لوږه بدبختي راولي ،زموږ ولس بايد له بدبختۍ وژغورل شي . ))

د ولايتي جرګې ريس زياتوي چې د كندهار ميوې دې دولت نړيوال بازار ت واستوي .
د ژېړۍ ولسوالۍ يو كروندګر وايي چې دجنګ جګړو له بركته يې انګور پر ځمكه توېږي خوبازار نه لري .دى وايي :

((موږنه د دولت مخنيوى كولاى شو نه دطالبانو خو تر ټولو لوى زيان جنګ جګړو موږ ته را اړولى دى .))

دژيړۍ ولسوالۍ دسنګسار د سيمې حاجي محمد عيسى بيا دولت په دې پړ بولي چې دافغانستان توليداتو ته پاملرنه نه كوي .

په كندهار كې دانګورو ماركېټ دجنګ جګړو له كبله لوېدلى ښكاري اوتر ټولو ډېر زيان د ژېړۍ ، پنجوايي ، او ميوند ولسواليو اوسېدونكو ته ور اووښتى دى .

داهغه سيمې دي چې دكندهار دګڼو اوسېدونكو او د ولايتي جرګې په وينا په سلوكې څلوېښت فيصده انګورتوليده وي .

د يادولو وړ ده چې په تېرو كلونو كې به دكندهار انګور هند او د خليج هيوادونو ته تلل خو سږ كال ظاهرآ د امنيت د خرابيدو له امله سوداگرو له دغۀ ولايت څخه ميوې نه دي پيرودلي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت