BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:37 گرينويچ 2006 ,15 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امو سيند د افغانستان ولسوالۍ ولې ډوبوي ؟

امو سيند
سيمه ييز خلك وايي كه دولت يې په بنسټيز ډول د مخنيوي لاره چاره ونه لټوي ښايي د شور تيپې او كلدار د ولسواليو دفترونه هم اوبه لاندې كړي .
افغان چارواكي ادعا كوي چې د ګاونډي ازبكستان پوځي بيړۍ د افغانستان سيمې ته راځي او د امو په سيند كې كيندنې كوي .

د بلخ ولايت د كليو د پراختيا ريس وويل چې دغه بيړۍ د دوى هغه كارونه په سيند لاهو كوي چې د شورتيپې ، كلدار او حيرتان په سيمو كې د امو د سيند د څپو د مخنيوي لپاره تر سره كيږي .

په تيرو درې كلونو كې د امو سيند د افغانستان د بلخ او كندوز په ولايتونو كې سلګونو كيلو مټره سيمه لاندې كړې ده او نژدې پنځه سوه كورونه يې له منځه وړي دي .

سيمه ييز خلك وايي كه دولت يې په بنسټيز ډول د مخنيوي لاره چاره ونه لټوي ښايي د شور تيپې او كلدار د ولسواليو دفترونه هم اوبه لاندې كړي .

د بلخ ولايت د كليو د پراختيا ريس وايي چې د امو په غاړه كې د اوبو د كچې د لوړوالي له كبله د سيند پر غاړه د بوريو دايښودو كار له ځنډ سره مخامخ شوى دى .

چارواكي وايي چې د امو د سيند څپو د بلخ ولايت په كلدار او شورتيپې په ولسواليو كې په زرګونو جريبه كرنيزه ځمكه او د استوګنې په سلګونو كورونه ويجاړ كړي دي .

عبدالباسط عيني وويل چې دوى دومره كولى شي چې د يوه كال لپاره د اوبو د مخنيوي په موخه بورۍ له شگو ډكې كړي او د سيند د څپو په وړاندې يې ځاى په ځاى كړي خو زياتوي چې د دوى دغه هڅې هم د ګاونډي ازبكستان د پوځي بيړيو له خوا له خنډ سره مخامخيږي .

((دا خبرې په بشپړ ډول رښتيا دي . موږ خپله په سترګو ليدلي دي چې څو ځلې د ازبكستان د هيواد بيړۍ راغلي او هغه ځايونه چې موږ جوړ كړي هغه يې بيا ويجاړ كړي دي .دا خبره د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ته هم روښانه ده ، د بلخ ولايت د بهرنيو چارو رياست ته هم څرګنده ده.سرحدي پوليسو ته هم څرګنده ده ، د بلخ ولايت هم خبر دى . عكسونه يې اخيستل شوي دي . ان څو ځلې د ازبكستان قونسل رابلل شوى دى او دا خبر ورته شوې ده خو له بده مرغه چې تر اوسه هيڅ پاملرنه نه ده شوې .))

د بلخ ولايت د كليو د پراختيا ريس عبدالباسط عيني دسترګو ليدلى حالت داسې بيانوي :

(( كله چې د ازبكستان بيړۍ راځي په يوه سيمه كې دريږي ، دوى داسې ماشينونه لري چې شگې د اوبو لاندې شكوي ، له يو ځاى څخه يې اخلي په بل ځاى كې يې اچوي .او د اوبو بهير د افغانستان په لور رااړوي .شگې د ازبكستان د سيمې په لور اچوي او اوبه د افغانستان پر خاوره را سموي . په حيرتان كې داسې سيمې هم شته چې تير كال هلته هيڅ اوبه ،نه بهيدې خو سږ كال نژدې پنځوس په سلو كې اوبه پر همدې سيمه بهيږي . يوازينى لامل يې دادى چې بيړۍ د اوبو لپاره لاره پرانيزي . ))

هڅه مو وكړه چې په مزار شريف كې د ازبكستان د هيواد له قونسل سره دغه مساله شريكه كړو خو په موندلو يې بريالي نشولو .

 په تيرو درې كلونو كې د امو سيند د افغانستان د بلخ او كندوز په ولايتونو كې سلګونو كيلو مټره سيمه لاندې كړې ده او نژدې پنځه سوه كورونه يې له منځه وړي دي .

د بلخ ولايت د كليو د پراختيا ريس دا هم وايي چې په نهه ويشت زره او دوه سوه مټر مكعبه سيمه كې د حيرتان له ښارګوټي څخه د شور تيپې او كلدار تر ولسوالۍ پورې يې د امو په ويجاړه شوې غاړه كې د درې بيلا بيلو ودانيزو شركتونو په مټ لومړني كارونه كړي دي خو وايي دا هڅې يې هيڅ كله نه شې كولى چې د سيند د څپو مخه ونيسي .

ښاغلى عيني وايي چې د بلخ له ولايت څخه د كندوز تر شيرخان بندره پورې د امو غاړه بنسټيزې بيا رغاونې ته اړتيا لري چې دده په وينا د څو مرستندويه هيوادونو مرستې او د څو وزارتونو ګډ كار به وكولى شي چې لږ تر لږ سيند ، د افغانستان خاوره نوره لاندې نه كړي .
د بلخ ولايت د امو له سيند سره يو سل اوشل كيلو مټره غاړه لري چې زياتره يې زيانمنه كړې ده . د بلخ د كليو د پراختيا ريس وايي چې د سيند څپې د شور تيپې د ولسوالۍ د دفتر سل مټرۍ ته رارسيدلي دي او د سيمې د خلكو ژوند يې له ګواښ سره مخامخ كړٰى دى .
سيمه ييز خلك بيا وايي چې د امو سيند نه يوازې ددوى كرنيزې ځمكې او د اوبو لګولو سيسټم ويجاړ كړى بلكې د دوى ژوند يې هم له ګواښ سره مخامخ كړى دى . د بلخ ولايت د كلدار د ولسوالۍ يو تن اوسيدونكى نورالدين وايي :

(( زموږ كلي ته ډير نژدې رارسيدلى دى . نژدې يې د ولسوالۍ دفتر لاندې كړى ، ته د كلي يادونه كوې .دا خو په بشپړ ډول نيسي . ډيرې ځمكې يې لاندې كړي . لږ تر لږه لس زره جريبه ځمكه يې د كلدار په ولسوالۍ كې لاندې كړې ده . مخكې سيند ډير ليرې و ، اوس وګورئ چې دې خوا راغلى دى .))

د بلخ والي يوۀ كميسيون ته دنده سپارلې چې د امو د غاړې مساله وڅاري او د مخنيوي لپاره يې لارې چارې ولټوي خو د كميسيون غړي وايي چې مركزي دولت بايد د سيند د څپو د مخنيوي لپاره ځانګړي ګامونه واخلي او د ګاونډي هيواد چارواكي وپوهوي چې نور يې بيړۍ د افغانستان سيمې ته زيانونه وا نه ړوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت