BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:49 گرينويچ 2006 ,19 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان د کمبل جوړولو فابريکه په څه حال ده ؟

کمبلې
افغان دولت څو مياشتې وړاندې ويلي وو چې ډيرې دولتي فابريکې به خصوصي سيکتور ته سپاري .
په افغانستان کې د وړۍ اوبدلو د کارخانې مسوولين وايي د تيرو کلونو جگړو او ناپاميو يې توليدات په سلو کې ٩٠ کم کړي دي . 

په دغې فابريکې کې کمبلې او غالۍ اوبدل کيږي چې يو خت به گاونډيو هيوادونو ته صادريدې خو اوس ايله په کور دننه بازار مومي .

په دغې کارخانې کې چې په سلگونو کسان پکې کار کوي د مسوولينو په وينا نوې پانگونه پکار ده.

د کابل په ختيځو برخو کې د صنعتي پارک يوه لويه برخه د غالۍ اوبدلو او کمبل جوړولو کارخانې ته څو څلوېښت کاله وړاندې بيله شوې وه .

دغه فابريکه د جرمني په پانگونه جوړه شوې وه خو له لومړنۍ لسيزې وروسته افغان دولت ته وسپارل شوه .

د جگړو په کلونو او د پانگونې د نشتوالي له امله اوس د دغې فابريکې ډير ماشين الات زاړۀ پاتې شوي او توليدات يې هم په سلو کې ٩٠ کم شوي دي .

د طالبانو د رژيم له نسکوريدو وروسته افغان دولت څه کم ٢٠٠ زره امريکايي ډالره پر دې فابريکې ولگولې چې د مسوولينو په وينا يې ايله اوومه توکي ورته واخيستل شول خو ماشينونه يې نوي نه شو . د فابريکې مشر انجينير محمد سليم :

(( کله چې موقته حکومت جوړ شو دغې فابريکې هيڅ پانگه نلرله. يوازنى وزارت چې په هغه وخت کې يې له دغې فابريکې سره مرسته وکړه د پلان وزارت وو چې مونژ ته يې يوه اندازه پيسې راکړې اود هغو پيسو په مټ مو يوه اندازه خام مواد واخيستل او کارمو پيل کړ. ښه کار دا وو چې دا ماشينونه نوي شوي واى ځکه دا ماشينونه زاړه دي او پرزيې په بازارونو کې نه موندل کيږي. خو افغان دولت پلان لري چې کارخانې خصوصي شي نو دا فابريکه هم په همدې ډول پاتې دى تر څو په راتلونکي کې يو کس شريک شي او ماشينونه يې نوي کړي))

د وړۍ اوبدلو په دغې کارخانې کې يو وخت څه باندې شپږ سوه کسان په کار بوخت و . اوس يې لکه د توليداتو په څير د کارکوونکو شميره هم خورا کمه شوې ده .

د برېښنا نشتوالى او د ماشينونو زړښت د دې سبب شوى چې اوس د ورځې ايله ٢٠٠ کمبلې جوړې او شاوخوا ٣٠ متره غالۍ واوبدي .

د خپل کار د اوج پر وخت دغې فابريکې ٢٠٠٠ کمبلې د ورځې جوړولې چې نه يوازې په افغانستان بلکې په گاونډيو هيوادونو کې هم اوبه کيدې .

انجينير سليم په دې باور دى چې پخواني حالت ته تر ستنيدو وړاندې بايد ځينې بنسټيزې ستونزې حل شي ، دى د دغو ستونزو يادونه کوي :

(( همدا اوس چې تاسو راغلي يې مونژ بريښنا نلرو ځکه زمونژ بريښنا د اوبو بريښنا ده ، مونژ تير کال ٢٥٠ کيلو واټه د بريښنا دتوليدولو يو جنريتر واخيست خو د تيلو د نا تابتې بيه له امله مو ونشو کولى ور څخه گټه واخلو. د دى ترڅنگ د ماشين تخنيکي ستونزې،د پرزې نشتوالى او داسې نور هغه ستونزې دي چې مونژ ورسره مخامخ يو.))

 د طالبانو د رژيم له نسکوريدو وروسته افغان دولت څه کم ٢٠٠ زره امريکايي ډالره پر دې فابريکې ولگولې چې د مسوولينو په وينا يې ايله اوومه توکي ورته واخيستل شول خو ماشينونه يې نوي نه شو .
د برېښنا د نشتوالي له امله ډير کله د کارخانې ځينې کارکوونکي په کور ناست وي .

افغان دولت څو مياشتې وړاندې ويلي وو چې ډيرې دولتي فابريکې به خصوصي سيکتور ته سپاري .

د وړۍ اوبدلو د فابريکې ډير کارکوونکي هم په همدې گومان دې چې دغه کارخانه به وپلورل شي .

د دوى په وينا ښايي همدا دليل وي چې دولت په دې کارخانې کې نوره پانگونه نه کوي .

د پانگونې د نشتوالي له امله د کارخانې مسوولينو د خپلې فابريکې د مځکې ډيره برخه نورو شرکتونو ته سپارلې او کرايه ترې اخلي چې خپل لگښتونه پرې پوره کړي .

له سيالۍ ډک بازار کې ځاى موندل يوه بله ستونزه ده چې دغه فابريکه ورسره مخامخ ده . خو ظاهرآ داسې ښکاري چې بازار يې موندلى دى .

د کابل ښار يو هټيوال د افغاني کمبلو د تاودۀ بازار دليل را اوروي .

((افغانستان ښې کمبلې جوړوي کله چې د کمبلو اغوستلو وخت وي لويې او وړې کمبلې خرڅيږي. افغاني کمبلې د کوريايي او چينايي کمپلو څخه ښې دي خو بل ډول يې بيا نازکې او ارزانه دي . افغاني کمبلې زياتره بدخشان، بلخ او هرات ولايتونو ته وړل کيږي.))

د بازار شته والي ته په پام سره دا امکان ډير دى چې خصوصي سيکتور د وړۍ اوبدلو فابريکه خپله کړي خو د دغې فابريکې د اوسني ريس نظر دا دى چې که افغان دولت کورني صنعت ته پام ونه کړي تاودۀ کړي بازارونه به يې تر ډيره پاتې نه شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت