BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:03 گرينويچ 2006 ,26 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مزار: دولت بايد د امنيت د ټينگولو لپاره جدي گامونه واخلي

د افغانستان دپارلمان ودانۍ
په مزارشريف کې د افغانستان د پارلمان غړو له حکو مت نه غوښتنه وکړه چې د امنيت د ټيگولو په لاره کې مضبوط گامونه واخلي
د افغانستان د ملي جرګې غړو د مزار شريف په ښار كې د سيمې د امنيتي ستونزو په اړه د يوې غونډې په ترڅ كې وويل چې دولت بايد د امنيت د ټينګښت لپاره خپل ګامونه ګړندي كړي .

د بلخ له ولايت څخه دولسي جرګې غړي حاجي محمد عبدو وويل چې خلك د قانون ماتونكو او بډه اخيستونكو چارواكو سره مرسته نه كوي .دا خبرې د هغو هڅو يو لړۍ ده چې افغان دولت غواړي په ترڅ كې يې د امنيت د ټينګښت لپاره لارې چارې پيدا كړي .

د افغانستان د امنيتي حالت څيړنه اوس په دې هيواد كې نژدې د هر ې دولتي او نادولتي ناستې منځپانګه جوړوي .

ددغه هيواد په بيلابيلو برخو كې ددولت دوسله والو مخالفينو د بريدونو له زياتېدو سره دا خطر رامنځته شوى دى چې ښايي ددولت د اقتصادي پلانونو د پلي كولو په وړاندې ستونزې زياتې شي،ځكه خو افغان چارواكي هڅه كوي چې د ټيكاؤ د راګرځولو لپاره مناسبې لارې چارې ولټوي .

په مزار شريف كې ددغې ستونزې د ارزونې لپاره ورته غونډه د ودان افغانستان په نامه د يوې خيريه ټولنې له خوا رابلل شوې وه چې په سلګونو تنو سيمه ييزو خلكو او د دغه ولايت د ملي جرګې استازو په كې ګډون درلود .
د بلخ له ولايت څخه په ولسي جرګه كې د خلكو استازو ټينګار په دې ؤ چې ځينې دولتي چارواكي په لوى لاس د خلكو او دولت ترمنځ د فاصلو د رامنځته كېدو لامل ګرځي .

د افغانستان د ملي جرګې استازي حاجي محمد عبدو په دولتي ادارو كې قومي ، مذهبي او ګودنديز توپيرونه ددغې ستونزې اصلي لامل وښودل .

((كه خداى مه كړه د كار پر وخت مو قانون تر پښو لاندې كړ .قومي مسايلو مو د كار د تر سره كولو پر وخت په پام كې ونيول .ګونديز مسايل مو له ټولنيز چوپړ څخه زيات په پام كې ونيول .

خداى مه كړه د پيسو د پيدا كولو لپاره دې ته چمتو شوى چې له پڅې چړې سره د خلكو غاړې پرې كړى .نو ددې تمه مه كوئ چې خلك به د بډه اخيستونكي چوپړ وكړي ، ددې تمه مه كوئ چې خلك به د قانون ماتونكو ملاتړ وكړي ،

ددې تمه مه كوئ چې خلك به د بشري حقونو د سرغړونكو ملاتړ وكړي . خلك كه وغواړي هر څه له منځه وړي ، ځكه چې د خلكو زور د خداى زور دى .))

د بلخ والي عطا محمد نور چې د غونډې برخه والو ته په وياړلې ژبه د خپلو تيرو كارونو ستاينه كوله او دغه ولايت يې يو له هغو ولايتونو څخه ګاڼه چې امنيتي حالت په كې ښه دى ، ټينګار يې داهم ؤ چې دده په وينا د افغانستان دښمنان ددوٰى په وړاندې خنډونه راولاړوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت