BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:13 گرينويچ 2006 ,17 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايا طالبان د کوکنارو په کښت کې لاس لري ؟

کوکنار
افغان بزگرانو ته طالبان وايي چې کوکنار وکري ، طالبان يې د کروندو د ساتلو ژمنه کوي
د افغانستان چارواکو تور لګولى دى چې په هيواد کې مشکوکه ترهګر د مالې ګټو لپاره د کوکنارو په کښت او قاچاق کې ککړ دي.

د چارواکو په وينا د طالبانو د حکومت په وخت کې په کوکنارو د بنديز اصل مقصد په نړيوال بازار کې د مخدراتو لويدونکې بيې ته ثبات ورکول وو.

طالبانو د حکومت دغه تور رد کړى دى. حکومت دا تور په داسې حال کې لګوي چې د هيواد په سويل ختېځو برخو کې د طالبانو له خوا تاوتريخوالى زيات شوى دى.

له بي بي سي سره د خبرو پر وخت د کندهار والي اسدالله خالد طالبانو ته په اشارې سره وويل چې مشکوکه ترهګر د خپلو عملياتو لپاره مالي اړتياوې د کوکنارو له کښت او قاچاق څخه پوره کوي

(( موږ د افغان، بهرني ترهګر او د مخدره توکو د قاچاق کوونکو ترمنځ هيڅ توپير نه کوو. دا د زنځير يوه کړۍ ده او د يوه هدف لپاره نژدې اړيکې سره لري ))

اسدالله خالد زياتوي چې مشکوکه ترهګر د نورو مالي وسيلو تر څنګ د هيروينو قاچاق هم د يوې مهمې مالي وسيلې په توګه کاروي . دۀ زياته کړه:

د طالبانو ژمنه ::
 (( تاسو کوکنار وکرئ او له حکومت څخه د ژغورلو ذمه واري يې موږ اخلو ))

(( طالبانو په خپل حکومت کې د کوکنارو پر کښت بنديز ولګاوو خو دلته دا پوښتنه را منځ ته کيږي چې دوى دا ګام ولې واخيست ؟ په اصل کې د مخدراتو بيې په نړيول بازار کې کمې شوې وې د هغو د لوړولو لپاره دوى د کوکنارو په کښت بنديز ولګاوو. )

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جنايتونو د مخنوي سازمان د روان کال د مارچ په مياشت کې يو راپور خپور کړى وو.

په راپور کې ويل شوي و چې د افغانستان په ځينو ولايتونوکې به د کوکنارو کښت زيات شي.

په دې ولايتونو کې هلمند، زابل، لغمان او بدخشان شامل وو. په دې کې په ډيرو سيمو کې د طالبانو نفوذ زيات دى.

کله چې مو له عادې خلکو سره خبرې وشوې نو په دوى کې ځينو دا تور ولګاوو چې طالبان دوى د کوکنارو کرلو ته هڅولى دي . صاحب زاده د ارغسان يو اوسېدونکى دى.

دى د طالبانو لخوا د کروندګرو د هڅولو د پېښې عينې شاهد دى. دى وايي :

(( طالبانو د هلمند ولايت په يوه جومات کې د مازيګر له لمانځه وروسته خلکو ته وويل چې تاسو کوکنار ارو مرو وکرئ خلکو په ځواب کې ورته وويل چې په کوکنارو کرلو باندې حکومتې بنديز دى. ))

دى زياتوي چې طالبانو خلکو ته په سختو ټکو وويل :

(( تاسو کوکنار وکرئ او له حکومت څخه د ژغورلو ذمه واري يې موږ اخلو ))

د صاحب زاده په وينا همدغو طالبانو د خپل حکومت په وخت کې د کوکنارو کښت غير اسلامي ګرځولې وو خو اوس دوى دا دليل ورکوي چې گواکې د جهاد په حالت کې دي ځکه د کوکنارو کښت اسلامي جواز لري دده په وينا کروندګر د فيصدي په حساب طالبانو ته د زکات په نامه پيسې ورکوي.

عيني شاهد ::
 طالبانو د هلمند ولايت په يوه جومات کې د مازيګر له لمانځه وروسته خلکو ته وويل چې تاسو کوکنار ارو مرو وکرئ خلکو په ځواب کې ورته وويل چې په کوکنارو کرلو باندې حکومتې بنديز دى

د طالبانو قومندان ملا دادالله له بې بې سې سره په خبرو کې د دولت تور ردويي. دى له خپله اړخه تور لگوي : .

(( د مخدره توکو پيسې د سوداګرو جيبونو ته ځي. دا ډير بې بنسټه تور دى د مخدره توکو په قاچاق کې امريکا پخپله لاس لري البته کله چې امريکايان او افغان پوځيان د کوکنارو د ماتولو لپاره راوځي نو موږ ته په هغو باندې د بريد طلايي چانس په لاس راشي . موږ به کله هم دوى پرېنږدو. )

که څه هم د طالبانو دغه قوماندان پر دوى باندې لګول شوى تورونه رد وي خو په کندهار کې يو خبريال د نوم نه ښودلوپه شرط بي بي سي ته وويل چې دوى همداسې دقيق راپورونه لري چې طالبانو کروندګر د کوکنارو کښت ته هڅولي دي .

د ده په وينا طالبان دا کار د يوې سنجول شوې کړنلارې ترمخه کوي د خبريال په وينا :

(( لومړۍ وجه داده چې طالبان غواړي افغان حکومت په نړيواله کچه بدنامه کړي او وښيي چې حکومت کمزورى او ناکام دى ځکه چې نړيوال په افغانستان کې دوې دلچسپيانې لري يوه ترهګري او دويمه د کوکنارو کښت او توليد له منځه وړل ))

خو دغه خبريال پر حکومت هم نيوکې کوي او تور لگوي چې د مخدره توکو حکومتي چارواکي له کروندګرو د کوکنارو د نه ماتولو لپاره رشوت اخلي

په افغانستان کې د طالبانو له سقوط وروسته د کوکنارو په کښت کې په بې سارې توګه زياتوالى راغلى دى .

د نړيوالو او افغان حکومت د هڅو په نتيجه کې تير کال د کوکنارو کښت يو څه ٢١ کم شوى وو چې اوس د ملګرو ملتونو د تازه رپورټ له مخې به سږ کال پکې زياتوالې راشي.

ريپورت په افغانستان کې غريبي او کروندګرو ته له حکومتي ژمنو سربېره د متبادلو فصلونو لپاره د وسايلو نه ورکول د کوکنارو په کښت کې د زياتوالي علت بولي خو د حکومت اوسني الزامونه ښايي د کوکنارو د کښت په اړه وضع نوره هم د اندېښنې وړ کړي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت