|
د کندهار کافي پلورونکې هټۍ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
زه دکندهار ښار په زړه کې جوړ شوي کافي شاپ ( د کافي پلولرلو هټۍ ) کې ناست د کا في د ګوت اخيستلو پروخت د حيرانۍ په ګرداؤ کې راګير يم . زه چې کله د طا لبانو د حکومت تر ړنګيدو څو مياشتې وروسته کندهار ته راغلى وم نو پر ښار باندې د طالبانو اغيز له ورايه څرګند وو.تنګ سړکونه،بد نظمه ټرافيک،دوړې او د خلکو پر څيرو ويره وه خو اوس هر څه چور تغير خوړلى دى. کندهار ښار ورو ورو د ښاري ژوند پر لور خوځيږي.نژدې څلور نيم کاله وړاندې مې د چايو نشه په يو کليوال ډوله هوټل کې ماته کړې وه خو اوس مې د کافي کاغذي کپ ( پياله ) په لاس کې د کندهار د نوي عصر د ځوانانو په مينځ کې ناست يم. ځوانان د کافي څښلو پر وخت په بحث بوخت دي.په کافي شاپ کې لويديځ ډوله څوکۍ پرتې دي. په ديوالونو باندې د افغان اتلانو احمد شاه بابا،ميرويس نيکه،غازي امان الله خان او په نيشنل جيوگرافک باندې شهرت ګټونکې افغانې پېغلې شربت بي بي عکسونه راځړوند دي. په کافي شاپ کې د کتابونو يو شيلف هم شته چې په کې سياسي،ادبي،اقتصادي،تفريحي او فلمي مجلې او کتابونه پراته دي. په کافي شاپ کې مې له ځوانانو ځخه و پوښتل چې دلته ځانونه ځنګه احساسوي ، يو ځوان عبدالله شهود راته وويل: (( زه د مازيګر په ډيره ناآرامۍ سره انتظار کوم.دلته په پرتليزه توګه خاموشي وي.ټول با سواده خلک راځې.دلته موږ دوستان په خلاص زړۀ بحثونه کوو.هره موضوع بې له څه ويرې څيړو.زموږ ټولنه د زړودودونو او توهماتو په غولې کې نښتې ده.نړيوال د برياوو په نيلۍ سپاره دي.زموږ ټولنه نوي فکرونه او خيالونه اوريدل نه غواړي .په کورونو او هوټلونو کې د مشرانو غلبه ده چې هغه زموږ خبرو ته غوږ نه ږدي .دغه کافي شاپ زموږ لپاره د خبرو اترو يو غوره ځاى دى.)) په دې کافې شاپ کې زياتره ملکي او بهرني خبريالان،د نادولتې ادارو کارکوونکي او زدکوونکي تر سترګو کېږې. يو بل ځوان سيف الله هم هره ورځ دلته راځي.
دى وايي : (( ته سوچ نشې کولاى چې دلته د راتګ پر وخت زه څومره خوشاله يم او چې کله د کافي شاپ د تړل کيدو وخت رانژدې کيږي هم په دغومره اندازه خفه کيږم.دلته زياتره د ښه نظر خاوندان راغونډيږي.اوږدو جګړوزموږ خوشالۍ او ټولنيز ژوند تالا والا کړى دى.موږ ته پکار دي چې په هم داسې ځايونو کې کښينو او له يو بل سره د زغم په چوکاټ کې بحثونه وکړو چې داډول له ځانه څخه د ترهګرۍ او تندلاريتوب ټاپه ړنګه کړو.)) د کندهار ددې کافې شاپ مالک امريکايي تابعيت لرونکى يو افغان نسيم شريفي دى.دى ١٣ کاله وروسته افغانستان ته راستون شوى دى. ښاغلى نسيم وايي چې د کافې شاپ جوړولو څخه دده مقصد زياتې پيسې ګټل نه دي بلکې د پښتنو دوديزه ميلمه پالنه له کورونو څخه هوټلونو ته رايستل دي.
دده په وينا : (( دلته ځېنې دوستان سره راغونډ شي او د يوه دوست پر کور مېلمانه شي چې له کبله يې نه يوازې پر کوربه دوست اقتصادي بار زيات شي بلکې د هغه د کور ټولنېز ژوند هم اغيزمن کړي خو بيچاره له شرمه هيڅ نه شي ويلاى.)) د نسيم په وينا په لومړيو ورځو کې د خلکو د کافي ذايقه نه وه څو اوس يې له خوند سره ورو ورو بلديږې او د ورځې پنځه سوه کپونه پلورل کيږي. د کافي شاپ پر سر اوس يو بل پوړ د جوړيدو په حال کې دى او نسيم شريفي غواړي کافي شاپ په يو ټولنېز کلب کې بدل کړي. نوموړى وايي چې په کلب کې په د خوراک څښاک پرته د تن سازې او کراټو ترڅنګ نورو لوبې کيږي. د بيارغونې په پروسه کې دا ډول بدلونونه که له يوه طرفه په زړه کې يوه هيله ټوکوي خو له بلې خوا د هيواد په جنوب ختيځ کې د طا لبانو او د ايتلافې ځواکونو ترمينځ زياتيدونکې نښتې دا بدلونو تر سوال لاندې راولې . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||