BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:05 گرينويچ 2006 ,19 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان گڼ شمير تلويزيونونه څرنگه چليږي ؟

تلويزيون
افغان تلويزيون په کابل کې لومړنى خصوصي تلويزيون و چې له طالبانو وروسته يې په کار پيل وکړ .
په داسى حال کې چې په افغانستان کې د شخصي ټلويزونونو شميره مخ په زياتيدو ده ، خو ددغه ټلويزونونو چارواکي وايي د مالي ستونزو اود مسلکي انجينرانو د نشتوالي سره مخامخ دي .

په دغه هيوادکې شخصي ټلويزونونه د سوداگريزو اعلانونو له لارې خپل لگښت پوره کوي خود ډيرو په گومان که دقيق پلان او فکر نه وي ښايي ټلوېزوني شبکې هم د افغانستان د گڼو ورځپاڼو په څير په دوامداره توگه خپرونې ونه کړاى شي .

په افغانستان کې د طالبانوله نسکوريدو وروسته په لومړي ځل په دغه هيواد کې خصوصي ټلويزوني کانالونه فعاله شول .

تراوسه ١٣ کانالونودخپرونو اجازه ليک ترلاسه کړى خو يوازې شپږ ېې خپرونې کوي .

ترټولو لويه ستونزه د مالي او تخنيکي مشکلاتو حلول دي ، که څه هم ظاهرا خصوصي کانالونه وايي د پروگرامونو لگښت ېې د سوداگريزو اعلانونو ، د خپلو شخصي پانگو او خصوصي شرکتونوله لارې تمويليږي خو ډير په دى باوردي چې دنړيوالو مالي مرستو پرته دا کار ناشونى دى .

نوي کانالونه نه يوازې د لگښتونو د پوره کولو لپاره ستونزې لري بلکې د تخنيکي کسانو پيداکول هم ورته گران دي . شمشاد ټلويزيون چې لاهم ازمايښتي خپرونې کوي يو له همدغو څخه دى .

د شمشاد مرستيال محمد نسيم فضل وايي د تخنيکي ستونزو سره مخ دي ځکه چې په افغانستان کې د جگړو له امله په دغه برخه کې هم ډير کسان له زده کړو وروسته پاتى دي .

تراوسه ١٣ کانالونودخپرونو اجازه ليک ترلاسه کړى خو يوازې شپږ ېې خپرونې کوي .
په خصوصي ټلويزوني شبکو کې د اريانا او طلوع په څير کانالونه له دغه بهيره تير شوي .

ددوى په وينا که څه هم په پيل کې ستونزې وې خو ورو ورو ېې ځيني کسان وروزل .

د اريانا ټلويزون مشر عبدالواحد نظري وايي :

(( هغه کسان چې ز موږ سره کار کوي که څه هم ټول مسلکي کسان دي خو د تخنيک په برخه کې دوى باېد هره ورځ د انټرنيټ له لارې مطالعه وکړي او ځان ورسوي . موږ همدااوس څو کسه بهرني انجينران لرو چې ځيني ېې دلته کار کوي او ترڅنگ ېې ز موږ پرسونل هم روزي )).

په افغانستان کې تر طالبانو وروسته د رسنيو فعاليدل او ډيريدل که څه هم د ډيرو په گومان ښه گام دى خو داسى کسان هم شته چې نيوکې پرې لري . دغه کسان د ورځپاڼو او مجلو بيلگه ورکوي چې ددوى په وينا د خپرونو لپاره ېې دقيق پلان نه لاره ، نه ېې دوامداره مالي سرچينه لرله او نه ېې هم د مطالبو د موندلو فکر کړى و . همدا علت دى چې ډيرې ورځپاڼې او مجلې وتړل شوى .

داسى ويره ده چې هسې نه ځيني ټلويزونونه هم په همدى برخليک اخته شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت