BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:13 گرينويچ 2006 ,22 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کاروان (( چنار خبرې کوي )) د سولې جايزه وگټله

جايزه
دغه جايزه ښاغلي كاروان ته د لسګونو افغان شاعرانو او ليكوالان په وړاندې د يوې غونډې په ترڅ كې وركړل شوه .
((چنار خبرې كوي )). د افغانستان د وتلي شاعر پيرمحمد كاروان هغه شهكار دى چې د سولې جايزه يې وګټله .

دغه جايزه د غبرګولي د مياشتې پر ديرشمه نيټه ( د جون ٢١ ) چې د سولې په نوم نومول شوې وه د افغانستان د مدني ټولنې له خوا ښاغلي كاروان ته وركړل شوه .

د كاروان چنار خبرې كوي شعري غونډ د يوسل او دوه څلويښت اثارو له منځه دغه جايزه په كابل كې خپله كړه .

دغه جايزه ښاغلي كاروان ته د لسګونو افغان شاعرانو او ليكوالان په وړاندې د يوې غونډې په ترڅ كې وركړل شوه .

د پښتو ادبياتو په برخه كې وتلي ليكوال عبدالله بختاني هم د خپل اثر (( سوله او اسلام د اسلام په رڼا كې )) ورته جايزه واخيسته .

خو دا لومړى ځل نه دى چې د پير محمد كاروان اثار جايزه ګټي بلكې له دې وړاندې هم په جرمني كې ميشت د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې د ښاغلي كاروان (( د ښاپيرۍ اورغوي )) ته چې دده څلورم اثر دى د سرو زرو مډال وركړ .

ښاغلي كاروان ددغې جايزې له ترلاسه كولو څخه وروسته د بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل چې ده ته يې اثار د معشوقې حيثيت لري او دومره پرې ګران دي لكه پر يورښتني عاشق چې معشوقه ګرانه وي . دى وايي په خپلو اثارو يې زړه ته تسلي وركوي .

د كاروان اثار د (( ښاپيرۍ اورغوى ، له ماښامه تر ماښامه او چنار خبرې كوي )) شعري ټولګې، (( غره ته روان سړى او نرګسه تر نرګسه )) د لنډو كيسو ټولګې دي چې له چاپه راوتلي دي او د لوستونكو تر منځ يې ډير شهرت پيدا كړى دى .

د ښاغلي كاروان ځينې اثار دوه ځلې هم چاپ شوي دي .

د كاروان اثار و په اړه خبرې كو نو ارمرو مو پام له انسانيت سره د مينې كيسو ته اوړي . د مينې هغه كيسې چې له رښتنولۍ څخه ډكې دي .

هغه رياليستكې هنري كيسې چې كله د شعر په جامه پسولل شوي او كله د لنډو كيسو په بڼه .

دا لومړى ځل نه دى چې د پير محمد كاروان اثار جايزه ګټي

دا هر څه د هغې سپيڅلې مينې راز دى چې ليكوال په كې د خپلې مينې د موندلو هڅه كوي .

بيلتون چې كله د انسان زړه وځپي ، له ژونده يې تر مرګه پورې دردوي . دا د انساني سفر دبهير يوه بيلګه دى .

د كاروان كيسې او شعرونه ددغسې انځورنو ښې بيلګې دي چې ډيرې تجربې يې ښايي خپله ليكوال هم په شخصي ژوند كې زغملې وي .

ځكه عاطفي ليكوالان هغه پيښې د هنر په جامه پسولي او له نورو سره يې شريكوي چې ده پخپل شخصي ژوند كې لږ تر لږه احساس كړې وې .

كيدى شي همدا لامل وي چې د كاروان اثار لكه د هنر ښاپيرۍ د نورو هنري هغو تر منځ ډير ځليدلي دي او پر هر لوستونكي ځانګړى اغيز شيندي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت