|
د امريکا مرسته په افغانستان کې څرنگه ولگيده ؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
امريکا د افغانستان له بيا رغوونې سره د مرستو په برخه کې د نړيوالې تولنې په مينځ کې لومړى ځاى لري . ډيرې دغه مرستې د امريکا د نړيوالې پرمختيا د ادارې له لورې ددغه جگړه ځپلي هيواد په بيا رغوونه لگول کيږي . خو په دې برخه کې د بيا رغوونې د پروژو له ناسمې ټاکنې نيولې د قراردادونو تر څو لاسه کيدو او بډو پورې تورونه او نيوکې هم شته. امريکا په افغانستان کې په تيرو څلورو کلونو کې درې نيم مليارده ډالر لگولي دي . ټولې دغه پيسې د USID په نامه د امريکا د متحدو ايالاتو د نړيوالې پرمختيا د ځايي ادارې له لورې د بيا رغوونې په پروژو لگول شوي دي . په دې کې له لويو لارو او سړکونو نيولې بيا تر ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو پورې گڼې پروژې شاملې دي . په ټوله کې داسې ولايت نشته چې هلته د USID د مرستو په مټ د بيا رغوونې کومه پروژه نه وي پلې شوې . خو له بل لورې د دغو پروژو د غوره کولو او پلې کولو د څرنگوالي په اړه د عادي افغانانو په مينځ کې نيوکې هم کمې نه دي . په دې کې د سر سر نيوکه دا ده چې پيسې ډيرې لگيدلي خو په پرتله يې د کار حاصل هومره څرگند نه دى . د افغانستان لپاره د USID د ادارې مشر ايلان زوفولگم له دغه نظر سره ډير موافق ندى . خودا مني چې په لومړي سر کې د دوى د ادارې پام د بيا رغوونې د بنسټيزو پروژو په پرتله تر ډيره له لوږې سره د مقابلې په لور وو . (( له ٢٠٠١ نه تر ٢٠٠٣ کاله پورې زموږ ډير پام دې ته وو چې خلک له لوږې وژغورو او هيواد خوندي کړو . يوازې درې کاله کيږي چې موږ ددې هيواد بيا رغوونې ته مخه کړيده . اوس موږ د بيا رغوونې يو هر اړخيز پروگرام مخې ته کړي دى . ددې پروگرام لويه موخه داده چې کلي له ښارونو او ښارونه له مارکيټونو سره ونښلوو . )) د افغا نستان لپاره د امريکا د نړيوالې پرمختيا پر اداره دا نيوکه هم شته چې ډير پام يې گواکې د وړو پروژو په لور دى او بنسټيزو اقتصادي پروژو لکه د لويو لارو او د اوبو او بريښنا د زيرمو او بندونو جوړولو ته پام نه کوي . خو ښاغلى زوفولگم دغه نيوکه هم نه مني او وايي کيدى شي چې خلک د دوى د فعاليتونو په اړه سم معلومات ونه لري . (( زما په فکر دا د هغه څه په اړه چې موږ يې دلته تر سره کوو يو ناسم پوهاوى دى . که د ساري په ډول بريښنا راواخلو ، موږ په دغه ډگر کې په دوو برخو کې کار کوو . يو له منځنۍ اسيا نه افغانستان ته د بريښنا راوستل دي چې دا کار د نړيوال بانک ، اسيايي بانک او هند په ونډه ترسره کيږي . خو په هغو سيمو کې چې له دغې بريښنا د گټې اخيستو امکانات نشته ، موږ هلته د افغانستان د حکومت په سلا مشوره د اوبو، لمر او باد په مټ د بريښنا د زيرمو د جوړولو تکل لرو.)) له منځنۍ اسيا نه دبريښنا د ليږديدو د پروژې په اړه انديښنه دا ده چې دغه هيوادونه کولى شي هر کله چې وغواړي په افغانستان بيرته بريښنا بنده کړي . ددې په بدل کې ډير افغانان دا غوره گڼي د کور دننه زيرمو په مټ د بريښنا د توليد بندو بست وشي . ښاغلى زوفولگم وايي دوې د افغانانو پر دغه انديښنه پوهيږي او ددې لپاره د هيواد دننه د بريښنا د توليد د پروژو مخې ته کول هم د دوى د کار يوه مهم برخه ده . (( موږ په دغه برخه کې کار کوو . د کابل د بريښنا د توليدي جنراتورونوسيستم ته وگورئ چې توربينونه يې له سره نوي کيږي . په لښکرگاه او قلات کې هم د بريښنا د توربينونو له سره سمبالول پيل شوي دي . په دې کې لويه پروژه په شبرغان کې د غازو په مټ د بريښنا د توليد د فابريکې جوړول دي . اوس هلته د غازو د حقيقي مقدار د معلومولو پلټنې روانې دي . په راروان کال کې به په عمل کې د دغې فابريکې جوړول پيل شي . )) د کار د کيفيت له اړخه هم د USID په پروژو کله ناکله نيوکه کيږي . بيلگه يې د کابل کندهار سړک ياديږي . خو ښاغلى زوفولگم په سر کې د هغه مهال سړه هوا د سړک د ځينو برخو د خرابيدو لامل بولي چې اوس د ده په وينا د دغه سړک ويجاړې برخې بيرته له سره رغول شوي دي . پر دغه اداره دا نيوکه هم شته چې گواکې د بيا رغوونې پروژې پخپله خوښوي او له افغان حکومت نه تپوس نه کوي . ښاغلى زوفولگم دې نيوکې ته په ځواب کې وايي چې دا د پيل د مهال خبره ده او دليل يې دا راوړي چې په سر کې گواکې د افغان حکومت وړتيا کمه وه . خو زياتوي چې اوس ددوې اداره د هرې پروژې په اړه له افغان حکومت سره هرو مرو مشوره کوي . (( اوس چې موږ هره پروژه مخې ته وړو له حکومت سره پرې سلا مشوره کوو . دا معلومات سم ندي چې وايي موږ په خپل سر کارونه کوو . تاسو کولى شۍ د ماليي له وزارت سره ددغې خبرې سپيناوى وکړئ . )) داسې گنگوسې هم ډيرې دي چې د USID پروژې گواکې په څو لاسه خرڅيږي چې پايله يې په هواکې د پام وړ پيسو خرڅ راوزي . ښاغلى زوفولگم وايي دوى هم پر دغو ادعاوو خبر دي خو لا يې د هغې د ثبوت بيلگې نه دي موندلي . موږ پر دغو ادعاوو چې ځينې قرارداونه گواکې څو لاسه شوي دي ، خبر يو . خو موږ يې د ثبوت کومه بيلگه نده موندلې . البته ډيرې دغه ادعاوې د هغو قراردادونو په اړه دي چې پخپله افغانانو ته ورکول کيږي . زموږ هڅه اوس دا ده چې افغانان داسې وروزل شي چې هم پخپله قرارداونه واخلي او هم يې پخپله پلي کړي . داسې تورونه هم شته چې دUSID د قراردادونو په ورکړه کې گواکې بډې خوړل کيږي . په تيره هغه قراردادونه چې د PRT په نامه د ولايتي بيا رغوونې ټيمونه يې ورکوي . خو ښاغلى زوفولگم د بډو تورونه له سره بې بنسټه بولي . (( زموږ په حکومت کې د بډو تور ته په خورا جدي توگه کتل کيږي . ددې لپاره موږ د تلفون ځانگړې او وړيا شميرې لرو او دغه ډول تورونه په خورا چټکتيا سره څيړو .خو ما دلته د خپل کار په ټوله موده کې داسې څه ندي موندلي چې په بډو کې د PRT د کوم ټيم د لاس درلودو بيگه وبلل شي . له لويه سره د امريکا حکومت بډې نشي زغملى . )) دا راز پر USID يوه بله نيوکه داده چې گواکې د پروژو څنگزن لگښتونه يې ډير دي او پايله يې دا راوزي چې خورا وړې پروژې په درنه بيه پريوځي . د افغانستان لپاره ددغې ادارې مشر زوفولگم وايي چې ټولې پروژې دا ډول نه دي . دى يوازې د هغو پروژو بيه درنه بولي چې د سرته رسولو لپاره يې لنډه موده ټاکل کيږي او دا ډول يې د پلې کولو لپاره بهرنيو متخصيصينو ته اړتيا وي . په ټوله کې ښاغلى زوفولگم دا مني چې د دوى په کارونو کې ځينې نيمگړتياوې وې خو زياتوي چې اوس کارونه ورځ په ورځ ښه کيږي . (( موږ ځنې داسې پروژې لرو چې د تمې خلاف يې د کيفيت کچه په تله پوره نده . په بل عبارت په ځينو برخو کې زموږ کارونه ښه وو خو په ځينو برخو کې نيمگړتياوې موجودې وې . خو د تجروبو په تر لاسه کولو اوس موږ له يوې ورځې نه بلې ته په ښه توگه کار کوو . ددې يوه بيلگه دا ده چې موږ اوس د خپلو پروژو د کيفيت د ارزولو لپاره په سلو کې ٩٠ پخپله پر افغان انجينرانو ډډه لگوو . )) سره له دې چې امريکا له افغانستان سره د مرستو په برخه کې د نړيوالې ټولنې په مينځ کې لومړى ځاى لري ، خو بيا هم ډير افغانان دا گڼي چې لا هم د دوى د هيواد د اوسني حالت او د امريکا د ولسمشر جورج بوش د څلور کاله وړاندې هغې ژمنې تر مينځه چې افغانستان به ټولې اسلامي نړۍ ته د پرمختگ بيلگه جوړيږي ، د ځمکې او اسمان هومره واټن موجود دى . | ورسره تړلي نور خبرونه کرزى : نړيوال دې د ترهگرۍ اصلي ځاله په نخښه کړي22 جون, 2006 | خبرونه کابل : نړيوال بانک ٣٠ ميليونه ډالره مرسته وکړه21 جون, 2006 | خبرونه د افغانستان د کمبل جوړولو فابريکه په څه حال ده ؟19 جون, 2006 | خبرونه کابل کې د لوړو زدکړو خصوصي موسسه فعاله شوه19 جون, 2006 | خبرونه د افغانستان گڼ شمير تلويزيونونه څرنگه چليږي ؟19 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||