|
کابل کې د لوړو زدکړو خصوصي موسسه فعاله شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د کارډن په نامه د لوړو زدکړو لومړى خصوصي انستيتيوت پرانيستل شو . دغه تحصيلي موسسه د سږکال لپاره د عامه ادادرې يا منجمنټ يوه څانگه لري . د افغانستان د لوړو زدکړو وزير محمد اعظم دادفر دغې تحصيلي موسسې ته د رسمي اجازې دورکړې پر مهال وويل چې دغه تحصيلي موسسه به په نړېوال سټنډرد زدکړې ورکوي او دايي دافغان زدکونکو لپاره د لوړو زدکړو د ترلاسه کولو بله موسسه وبلله . دغه انستيوت له هر زدکونکي نه په مياشت کې ١٥٠ امريکايي ډالره فيس اخلي .او ده زدکړې ژبه يې انگريزي ده . د لوړو زدکړو په ډگر کې دا لومړۍ پانگه ونه ده . سږکا ل شا وخوا ديرش زره زدکونکو ونه شو کولاى د افغانستان د لوړو زدکړو موسسو ته بريالي شي د کارډان په نوم دغه خصوصي تحصيلي موسسه دا وخت د عامه ادارې يا منجمنټ په نوم يوه څانگه لري چې د ليسانس دورې ته زدکونکي مني . دلوړو زدکړو د دغې تحصيلي موسسې مشر روئېن رحماني وويل دا مهال دوى ٢ سوه محصلين لري اودده په وينا د دريو کلونو په ترڅ کې به د اقتصاد ، حقوقو او کمپيوټر ساينس پوهنځى هم فعالې کړي . ښاغلي روئېن په ډاگه کړه چې د انستيتيوت د ازموينې او لوست ژبه يې انگليسي ده او ټول هغه زدکونکي دکانکور په ازموينه کې برخه اخيستى شي چې له ښونځې نه فارغ وي د کارډن دتحصيلي موسسې مشر زېاته کړه چې د لوست چارې به يې د بهرنيو او کورنيو استادانو لخوا پر مخ بيول کېږي . ده وويل د امريکې د پرسټون د پو هنتون سره اړيکې لري او دهمغه پوهنتون په سويه به وروستي اسناد ورول کيږي . ده وويل ټول لگښت يې د زدکونکو له فيس نه ترلاسه کيږي . ښاغلي رحماني په راتلونکي کې تر لسانس دپورته زدکړو د پيل خبر هم ورکړ. دافغانستان د لوړو زدکړو وزير محمد اعظم دادفر د کارډن خصوصي تحصيلي موسسې ته د اجازې دورکړې پر وخت وويل چې ډېر ژر به په کابل کې امريکايي خصوصي پوهنتون هم د فعاليت رسمي اجازه تر لاسه کړي او دده په وينا ورته ډېر نورې خصوصي تحصيلي موسسې هم دوى ته ورغلي چې اجازه ورکړي . ښاغلي دادفر وويل چې دکارډان خصوصي انستييتوت دلوړو زدکړو دوزات ټول شراېط منلي او د قانوني پړاوونو تر وهلو وروسته ورته د فعاليت اجازه ورکول شوه . دا د افغانستان د لوړو زدکړو په ډگر کې لومړى خصوصي انستييوت دى چې په کاريې پيل وکړ . دافغانستان د لوړو زدکړو وزارت وايي ټولو هغو خصوصي تحصيلي موسسو ته د کار اجازه ورکول کيږي چې روښانه کړنلاره ، داېمي او يا لنډمهالي ځاى ولري مالي منابع او د لوست سيستم يې روښانه وي . چې ددوى په وينا کارډان انسيتيتوت دا ټول شرايط پوره کړي وو. د لوړو زدکړو وزارت وايي په راتلونکو څو کلونو کي به په زرگونو افغان ځوانان په دغه ډول خصوصي تحصيلي موسسو کې په زدکړو بوخت شي او په دولتي تحصيلي موسسو کې به يې ځاى نوروته خوشي شي . دا په داسې حال کې ده چې يوازې سږکال شا وخوا دېرش زره زدکونکو پوهنتونونو ته د ورتلو لار پيدا نه کړه . داستونزه د هر کال په تېرېدو سره مخ په زېاتېدو ده . خو داچې په خصوصي څنگو کې به ډېر افغان زدکونکي د فيس دورکړې توان ولري که نه د کارډن په څېرانستيتيتونو کاميابي به يې روښانه وي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||