BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:13 گرينويچ 2006 ,22 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى : نړيوال دې د ترهگرۍ اصلي ځاله په نخښه کړي

کرزى
افغان ولسمشر حامد کرزي د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کې له نړيوالې ټولنې گيله وکړه چې د دۀ په وينا د ترهگرۍ اصلي ځاله نه په نخښه کوي .

ښاغلي کرزي د چين له سفره په راستنيدو کابل کې خبريالانو ته په خبرو کې وويل چې د افغانستان له وروستيو نا امنيو اندېښمن دى او په هڅه بوخت دى چې په دې برخه کې له نړيوالې ټولنې سره خبرې وکړي .

افغان مشر يو وار بيا په افغانستان کې د نا امنيو اصلي دليل بهرنۍ لاسوهنې وبللې خو ورسره يې په کور دننه کمزورۍ هم ومنلې .

ولسمشر حامد کرزي له نړيوالو غوښتنه وکړه هغه ځاى ولاړ شي چې د دۀ په وينا پکې ترهگر روزل کيږي ، هڅول کيږي ، پيسې ورکول کيږي او مفکوره ورکول کيږي . دۀ د دغه ځاى نوم وانه خيست .

ولسمشر کرزى چې د چين له سفره راستون شوى و او ويل يې هلته يې د پاکستان ، روسيې او چين له ولسمشرانو سره يې خبرې کړي په کابل کې خبريالانو ته وويل چې له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د امنيتي وضعې په باب په خبرو بوخت دى .

افغان ولسمشر دا منل چې د دۀ اداره کمزورۍ لري خو ډير ټينگار يې پر دې و چې په افغانستان کې د نا امنيو اصلي دليل بهرنۍ لاسوهنه ده .

ښاغلي کرزي دغه بهرنۍ لاسوهنې منسجمې شوې او ښه په فکر جوړې شوې وبللې .

دۀ ټينگار لارۀ چې د هيواد له چارو ښه خبر دى او هره ورځ په هڅو بوخت دى چې د وژنو مخنيوى وشي .

دۀ طالبان هم د افغانستان بچيان وبلل او ويې ويل چې په افغانستان کې جگړه که په هر نامه وي بايد ودريږي .

د يوې پوښتنې په ځواب کې افغان مشر له رسنيو وغوښتل چې ملي گټو ته پام وکړي .

چين ته د ښاغلي کرزي د سفر په ترڅ کې يوه ليکنه د دولت په نامۀ افغان رسنيو ته رسيدلې وه چې ځينې بنديزونه يې لگول .

ولسمشر کرزي دا خبره رد کړه او ويې ويل چې گواکې د رسنيو له ازادۍ پرته د هيواد پرمختگ ناشونى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت