BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:36 گرينويچ 2006 ,12 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د نفوسو په ډيريدو افغان دولت او ولس فکر کړى ؟

خلک
د افغانستان نفوس ډير شوى خو دقيقه سر شميرنه نشته ، اوسني نفوس ته په ليدو هم د ښوونځيو ، روغتيا او نورو اسانتياو له پلوه افغان دولت ستونزې لري
افغانستان هغه هېواد دى چې د خپلو خلکو لپاره لاهم کافي خواړه ، اوبه ، ښونځي او روغتونونه نه لري .

ډېرې افغان کورنۍ لاهم د اولادونوله پلوه لويې دي . د افغانستان دمرکزي احصايې په وينا افغانستان څه باندې ٢٤ ميلون نفوس لري چې زېاته برخه يې تر ١٨ کلنۍ کښته عمر لري .

هر کال د افغانستان نفوس په سلو کې څه باندې دوه زياتيږي . په کليوالو سيمو کې په منځنى توگه هره کورنۍ تر اتو پورې غړي لري .

دلغمان ولاېت د پوهنې پخوانى مشر محمداجان تسلېم چې د ٢١ ماشومانو پلار دى واي چې دلمسيانو په گډون دا وخت ٥٠ تنه په گډۀ ژوند کوي . خودى ادعا کوې چې دماشومانو ډېر والي ورته هېڅ ستونزې نه دي پېښې کړي :

((ډوډى ټولو انسانانو ته خداى پاک ورکوي او پلار او مور فقط عالم اسباب دي او د پخوا په پرتله هغه وخت مې چې ماشومان کم وو او س مې اقتصادي ژوند ډېر ښه شوى . زموږ په کورنۍ کې هېڅ ډول ستونزه نشته او زه د ډېر و اولادونو له لرلو خوښ يم ))

ډېر په دې باور دي چې دغه ماشومان به هغه وخت ددوى د لاس امسا شي چې مور او پلار سپين ږيري شي .

په افغانستان کې دنورو لاملونو ترڅنگ د بې وزلۍ بې سوادۍ او نورو کورنيو ستونزو يو لامل په کورنيو کې دماشومانو زياتوالى بلل کيږي.

په داسې يوه هېواد کې چې کافي ښونځي نه وي او يا د ښونځيو په ټولگيو کې تر سلو پورې ماشومان زدکړې ته ناست وي ، روغتيايي اسانتياوې او په لويه کې کار ونه لري دزياتو ماشومانو راوړل د هېواد په کچه ستونزې راټوکولاى شي .د کورني پلان د روغتون ډاکتره راضيه.وايي :

(( د ډېرو ماشومانو درلودل د مور او ماشوم روغتيا ته زېان رسوي تل کم توانه وي .اقتصاد يې ضعيفه کيږي په جامو پسې يې نشي رسيېدى د ښونځي او روغتيايي اسانتياوې په لازمه توگه نشي ورته برابرولاى . کارورته نه وي ،امنيت او ټولنې ته گواښ پيښېږې ))

ډاکټره راضيه وايي دمېندو او ماشومانو دمړيني د زياتوالي ، خوار ځواکۍ مهم لاملونو د زياتو ماشومانو راوړل دي .

دماشوم د پيدا يښت په وخت د ډېرو سره دا فکرنه وي چې گواکې دغه نوى زېږېدلى ماشوم څومره ستر مسولېت لري .

دا فغانستان د مرکزي احصايي د ادارې د توحيد او انسجام مشر غلام مصطفى وايي د افغانستان نفوس په کال کې څه باندې ٢ فيصده ډېرېږي .

(( په افغانستان کې په هر کيلومتر ځمکه کې تر٤٠ پورې کسان ژوندکوي په گاونډي پاکستان کې دغه شمېره نژدې لس برابره ده . بنآ موږ د نفوسو له بحران سره تر ډېرو نورو کلونو نه مخامخ کيږي خو بيا هم بايد يوپلان ولرو . افغان دولت دنفوسو دپراختيا دانتظام لپار ه کوم پلان نه لري چې څومره نفوس باېد ولرو څه ډول او چېرته دې مېشت شي))

د افغانستان مرکزي احصايي وويل د ټول نفوس ٢٨ ليک لوست کولاى شي خو د بيکاره کسانو او د بې وزلو احصاييه ورته نه وه معلومه .

داسې ويل کېږي چې په افغانستان دټول نفوس تر ٦٠ زېات دبې وزلۍ ترکچې لاندې ژوند کوي او نژدې نيمايي وگړي يې کار نه لري .دروغتيايي او دزدکړې اسانتياوې هم ډېر و خلکو ته نه دي برابر شوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت