BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کندهار کې بيې ولې لوړې شوي دي ؟

سړک
خراب شوي سړکونه تر ډيره جوړ شوي دي چې د توکو په ليږد راليږد کې يې مرسته کړې ده
د كندهار هرات او کندهار سپين بولدك ترمينځ لارې د طالبانو د واكمنۍ له ړنګېدو وروسته په لويو سوداگريزو لارو بدلي شوي دي .

كندهار چې د افغانستان له لويو تجارتي ښارونو څخه ګڼل كېږي اوس يې په سيمه كې د يوۀ لوى سوداگريز مركز بڼه اخيستې ده.

خو د دغه ولايت ګڼ سوداګر شكايت لري چې له دغو لارو راوړل شوي توكي دوى ته په ګرانه بيه تمامېږي.

سواداګر وايې چې اوس مهال تر ماليو ډيري پيسې له دوى څخه د بډو يا رشوت په څېر د لويو لارو پوليس اخلي .

د يوۀ سوداګر خبره ده چې د پوليسو (( ناوړه چلند)) دې ته اړ ايستلى دى چې نور له تجارت څخه لاس واخلي .

دى تور لګوي چې پوليس په لوى لاس د دغه هيواد د پرمختګ په لارې كې گواکې خنډونه جوړوي.

د هرات - كندهار د لويې لارې يو موټر چلونكى بيا وايې چې له هرات څخه تركندهاره پورې د پوليسو شاوخوا ١٠٠ پاټكونه دي چې د ده په وينا هر يو په خپله كچه له موټر چلونكو سره ناوړه چلند كوي.

دغه موټرچلونكى تور لګوي چې څو- څو واره پوليسو وهلى او ټكولى دى.

د پوليسو د دغه چلند اغېز پرعامو خلكو هم لوېدلى دى . خلك د ورځني ضرورت ډېر توكي د تېروكلونو په پرتله په ګرانو بيو رانيسي.

د كندهار يو اوسيدونكې سلطان محمد وايي چې د توكو د بيو د لوړوالي له كبله يې خپل ١٢ كلن ماشوم هم له ښوونځي رايستلى او په هوټل كې مزدوري په كوي.

دوكانداران هم دامني چې د توكو نرخونه يې لوړ كړي دي او علت يې داښي چې پرسړكونو جوړ پاټكونه يا امنيتي پوستې ترې پيسې اخلي .

د كندهار ښار يوۀ دوكاندار عبدالحميد بي بي سي ته وويل كه چيري دسوداګريزو مالونو د راوړلو پرمهال د سړكونو امنيتي پوستوته پيسې ورنه كړي نو پرنورو ځورونو سربېره د وهلو ټكولو سره هم مخامخ كيږي .

په داسې حال كې چې په سويل لويديځو ولايتونو كې د وروستيو كړكيچنو حالاتو له كبله د خلكو ژوند ته ګواښ ورپېښ شوى دى .

د كندهار په ښار او له ښاره دباندي پر لويو لارو ډيرى پوليس په ښكاره د (( خيرانې )) په نوم او يا د ټوپك په څوكه له خلكو څخه پيسې اخلي .

د ډېريو په اند كه داحالات همداسې پاته شي نرخونه به دومره لوړ شي چې د خلکو وس به پرې نه رسيږي او ناخوښي به د دولت مخالفو تله درنه کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت