|
په هلمند او ارزگان کې تازه نښتې شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د هلمند او ارزگان په ولايتونو کې د تازه نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي . په دغو نښتو کې د طالبانو د يوۀ قومندان او د يوۀ افغان ولسوال د وژنې ادعاوې شوي دي . ارزگان او کندهار ولايتونو ته په نژدې پرتې کجکي ولسوالۍ کې نښتې ځايي خورا سختې بللي دي . د دوى په وينا د پوځي الوتکو د بمباريو له ويرې گڼې کورنۍ له خپلو مېنو بې ځايه شوې دي. جگړه پرون مازديگر د کجکي ولسوالۍ په شمال کې پيل شوه او تر ناوخته يې دوام درلود. طالبان دعوه کوي چې په جگړه کې يې د ناټوځواکونو او افغان امنيتي سر تيرو ته درنه مرگ ژوبله ور اړولې ده. په جگړه کې د ښکيلو طالبانو په وينا چې دوه وسلوال طالبان يې وژل شوي او شپږ نور يې ټپيان دي. ځينې کسان چې د ټيلفون پر کرښه ځانونه د کجکي ولسوالۍ اوسيدونکي را پيژني وايي چې په جگړه کې ديوې ميرمنې په گډون شپږ ملکي وگړي ټپيان شوي دي. خو د هلمند ولايت د پوليسومشر نبي جان ملاخيل وايي چې په پرونۍ جگړه کې ملکي وگړو ته هيڅ ډول مرگ ژوبله نه ده اوښتې. دى په دغې وسلوالې جگړې او د ناټو په بمباريو کې د طالبانو د يوۀ مهم قومندان مولوي شيرآغا په گډون د ٣٠ وسلوال طالبان د وژلو خبره کوي . د دۀ په وينا د وژل شوو طالبانو ډيره برخه د ناټو هوايي ځواک په نخښه کړې ده. چارواکي په کجکي کې د خپلې مرگ ژوبلې خبره ردوي . دغه راز دوى کجکي ته نژدې په ارزگان ولايت کې د وسله والو طالبانو هغه ادعا هم نه مني چې گواکې د چارچينو پخوانى ولسوال يې وژل شوى دى . د ارزگان او هلمند په ولايتونو کې دغه وروستۍ نښتې په داسې حال کې شوي چې دغه دواړه جنگ ځپلې سيمې په دې وروستيو کې په پرتليزه توگه ارامې وې . | ورسره تړلي نور خبرونه په ارزگان کې په لومړي ځل يو پل جوړيږي22 جنوري, 2007 | خبرونه کندهار او ارزگان کې ځانمرگي بريدونه شوي17 اگست, 2006 | خبرونه ترينکوټ کې ايتلافي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې18 جولاى, 2006 | خبرونه د ارزگان د ولسي جرگې د غړي خپلوان وژل شوي07 جولاى, 2006 | خبرونه د ارزگان ځانمرگي بريد ١١ کسان ووژل05 جنوري, 2006 | خبرونه په ارزگان کې ١٠ کسه اورپکې وژل شوي23 سپتمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||