BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:07 گرينويچ 2007 ,22 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په ارزگان کې په لومړي ځل يو پل جوړيږي
ارزگان
د ارزگان ولايت د افغانستان يو له تر ټولو بې وزلو ولايتونو څخه دى چې بيا رغاونه پکې خورا لږ شوې ده
د ارزگان په ولايت کې په لومړي ځل يو پل جوړيدونکى دى چې د افغانستان د دغې تر ټولو ليرې پرتې او بې وزلې سيمې درې ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي .

د شاوخوا ٦٨ متره اوږدۀ پلۀ د جوړولو لگښت استراليا ورکوي . استراليايي ځواکونه په ارزگان کې د پي ار ټي يا ولايتي بيا رغاونې چارې پر مخ بيايي .

دغه پل مرکز ترينکوټ ته خورا نژدې د گرما و منده په سيمه کې دى چې په همدې نامۀ سيند يې د گزاب ، چورې او خاص ارزگان د ولسواليو اوسيدونکي له مرکزه سره جلا کړي دي .

د ارزگان د ولايت والي عبدالحکيم منيب او نورو چارواکو د دغۀ پلۀ د جوړولو د کار په پرانيستونکې غونډه کې برخه لرله او ويل يې چې دغه کار به په درو مياشتو کې بشپړ شي .

د ٦٨ مترۀ اوږدۀ او شاوخوا اتو مترو پلن پلۀ له جوړيدو سره به د ځايي خلکو په وينا د افغانستان د تر ټولو بې وزلو سيمو اوسيدونکي وکولاى شي چې خلک کرهڼيز توکي لږ تر لږه ترينکوټ ته ورسوي .

پر دغۀ پلۀ به ټولې نژدې نيم ميليون امريکايي ډالره لگښت راځي . چارواکي په دې هيله دي چې د دې پلۀ له جوړيدا سره به د ارزگان په ليرې پرتو سيمو کې د هغو توکو بيې ښايي کښته شي چې له نورو سيمو ورځي .

د ارزگان ولايت د طالبانو له نسکوريدو راهيسته د سختو نښتو په مرکز بدل شوى و . خو ځايي چارواکي وايي چې د ناټو د سرتيرو او د سيمې د چارواکو د هڅو له امله تاوتريخوالى دغلته خورا کم شوى دى .

په ارزگان کې څه د پاسه ١٠٠٠ تنه بهرني سرتيري ځاى پر ځاى دي چې ډيرى يې د هالنډ دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت