BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:09 گرينويچ 2006 ,28 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزي په کلات کې روغتون پرانيست
کلات
زابل د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دى چې د بيا رغاونې کار پکې خورا کم شوى دى .
ولسمشر حامد کرزي نن د سه شنبې په ورځ ( د وري ٨ د مارچ ٢٨ ) ، د زابل ولايت په مرکز کلات کې جوړ شوى روغتون پرانيست . دغه روغتون د متحدو عربي اماراتو د حکومت په مالي مرسته جوړ شوى دى .

ولسمشر حامد کرزي د روغتون د پرانيستې پرمهال د زابل پرخلکو سپارښتنه وکړه چې د روغتون په ساتنه کې دې زيار وباسي . زابل يو له هغو ولايتونو څخه دى چې د طالب رژيم له نسکوريدو راهيسته پکې د اورپکو له خوا تاوتريخوالى ډير دى .

ولسمشر حامد کرزي د روغتون له پرانيستې وروسته په کلات کې د يوې مدرسې له طالبانو سره وليدل او دغه مدرسه يې د شيخ متي عليه الرحمه په نوم ونوموله .

په دغه سفر کې له ولسمشر سره د عامې روغتيا افغان وزير ډاکټر سيد امين فاطمي د ياد شوي روغتون په اړه وويل چې د افغانستان په ١٦ نورو ولايتونو کې به هم دغه شان روغتونونه د نړيوالو په مرسته جوړ کړي .

د روغتيا وزير دا ژمنه هم وکړه چې په راتلونکي کې د زابل په ليرې پرتو سيمو کې ٧ کوچني کلينيکونه جوړوي .

د زابل د کلات په ښار کې دغه روغتون د دوه ميليونه امريکايي ډالرو په مالي لګښت، جوړ شوى دى .

زابل يو له هغو ولايتونو څخه دى چې د بيا رغاونې چارې پکې خورا پښه نيولې دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت