BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:34 گرينويچ 2006 ,06 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
زابل کې اووه طالبان وژل شوي دي

زابل
په زابل کې په دې وروستيو کې د امنيت وضعه په پرتليزه توگه ښه ښکاري
په داسې حال كې چې په ټولوسويل لويديځو ولايتونوكې دنړيوالې ټلوالې په پوځي ملاتړ د پوليسو اوملي پوځ ګډعمليات روان دي .

د زابل چارواكو د اوو طالبانو د وژل كېدو ا ولسو نورو د ژوندي نيول كېدو خبر وركړ .
دغه كسان په تېرو څلرويشتوساعتونوكې وژل شوي يا نيول شوي دي .

د زابل ولايت امنيه قوماندان نورمحمد پكتين بي بي سي ته وويل چې دکلات ښارپه لوېديځ كې د زبيدې دغرۀ په لمن كې درې طالبان وژل شوي اوڅلور نور ژوندي نيول شوي دي .

د ده په خبره په دغو عملياتوكې يې اوه ميله سپكې وسلې هم ترلاسه كړي دي .

ښاغلى پكتين زياته وي چې په شينكۍ ولسوالۍ كې يې څلور نور وسلوال طالبان وژلي او شپږ نوريې ژوندي نيولي دي .

دده په خبره په عملياتو كې ښكېلو ځواكونو ته مرګ ژوبله نه ده وراووښتې.

تېره ورځ هم په دغه سيمه كې ځايي چارواكو د دريو طالبانو د وژل كېدوخبر وركړ او ويې ويل چې په نوبهار ولسوالۍ كې يې د يوې وسله والې نښتې پرمهال د ملي پوځ يوسرتېرى وژل شوى اودرې نورټپيان شوي دي .

خوتېره ورځ طالبانو ددولت مرګ ژوبله ډېره بلله او ديوه طالب مړينه ددرو نورو ټپي كېدل يې تاييدول .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت