|
يونليک: افغانان څه ډول د جگړې په منځ کې راښکېل دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له هغې څو دقې وړاندې چې زموږ چورلکه خاورين ښارگوټي ته ورسيږي دوه توغندي څو سوه مټره ليرې ولگيدل او يو کليوال سړى يې ټپي کړ . دا د هغې سختې څپې بيلگه ده چې په سيمه کې امريکايي او افغان چارواکي ورسره مخامخ دي . د اندړو ښارگوټى د افغانستان د نورو ډيرو هغو په څير دى چې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سيالۍ ډگر دى . او دايوازې ١٣٥ کيلومټره ليرې د کابل په سوېل ختيځ کې پروت دى . دا هغه ځاى هم دى چې طالبانو په تير جون کې خلکو ته د وينا پر مهال دولسمشر حامد کرزي هرکلى دده لپاره دخلکو پر غونډه د راکټونو پر بريد کړى وو . هغه ځاى ته څيرمه دغه توغندي لگيدلي وو چې ولسمشر خلکو ته خبرې کولې . په دې بريد کې هيچا ته زيان نه و اوښتى خو اورپکو په سيمه کې دخپل ډيرېدونکي اغيز دڅرگندولود يو گواښ په توگه توغندي راوشړل . راکټي بريدونه د سيمې د تاوتريخوالي ترمنځ نه هيرېدونکې پيښې دي چې په سيمه کې ترسره کيږي . دا له هغو نښتو سره ملگرې دي چې داورپکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ هره ورځ پيښيږي . هيڅوک دلته د خونديتوب احساس نه کوي . که د طالبانو ملاتړ وکړې نو نيول کيږې او د افغان حکومت ملاتړ تاسو د مرگ لومې ته رسوي . دتاوتريخوالي د څپو ډار او ويرې چې پيل شوي دي د بيا رغاونې هڅې يې د ولايت په دې لويه ولسوالۍ کې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي . د بيلگې په توگه تير کال اورپکو ٢٩ ښونځي تړلي وو -ښونکي او زده کونکي يې گواښلي وو . موږ دا وار له مخه د غزني د پوهنې د ريس نجيب کامران له خولې ويلي دي . په دې وروستيو کې د غزني د پوهنې ريس ته د مرگ گواښونه شوي دي چې له کبله يې نوموړى د بيارغاونې کارونه درولي دي . خو له دې سره جوخت چې چارواکي ولسوالۍ ته د نوي سړک د پرانستې لپاره ورسيدل خلکو پر دولت شک وښود اوباور يې درلود چې ډير لږ کار کوي .
دغه اوه کيلو مټره سړک ديو اشاره پنځه ميليونه ډالرو په لگښت جوړيږي . امريکايي او افغان چارواکو د٣٠٠ تنو سيمه ييزو قومي مشرانو او زده کونکو يوې غونډې ته ټينگار وکړ چې د افغان دولت ملاتړ رامنځته کړي . دوى د بيارغاونې د ډيرو کارونو او د ښه امنيت د راوستلو ژمنه وکړه . خلکو دا خبرې په ډير درنښت اوريدلې خو ددوى نهيلي په ساده ډول څرگنده وه . زه د سړکونو د بيارغاونې هرکلى کوم، يو قومي مشر ٦٠ کلن حاجي صاحب دغه خبر وکړه . دى يو له هغو کسانو څخه وو چې په غونډه کې يې گډون درلود . خو ده ټينگار وکړ چې موږ دلته ډيرو نورو کارونو ته اړتيا لرو . لکه ښونځي ،روغتونونه او اوبه ، له گردو مهمه دا چې موږ سولې او امنيت ته اړتيا لرو .
(( ما حکومت ته رايه ورکړه ځکه چې ما باور درلود چې دا به زما ژوند ښه کړي خو نن دلته دپخوا په پرتله فساد اوبډې زښتې ډيرې دي . )) د غزني والي معراج الدين پټان د شکايتونو لاملونه واوريدل خو هغه له دې سره همغاړى دى چې دلته لا هم ستونزې پر ځاى پاتې دي . خو ده ټينگار وکړ چې ډيرې يې اوارې شوي دي . والي وويل : ((موږ خلکو ته ښونځي سړکونه او روغتونونه ورکړي دي خو طالبان يې ويجاړوي .)) د څيرمه قرباغ ولسوال له دې سره همغاړى ووچې دغه ستونزې د تدبير او سرچينو د نشتوالي له امله رامنځته کيږي . د طالبانو له ماتې شپږ کاله تيريږي ، د اندړو د ولسوالۍ په څير سيمې له کابل څخه ډيرې ليرې پرتې دي همداسې دغه ډول سيمې د امنيت له راستنولوڅخه هم ډيرې ليرې پرتې دي . افغانستان لا هم په خپلو کليو کې اوسيږي خو دغه کلي اوس د ژوند لپاره ډير سخت شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه افغان زده کونکي:دگواښونو سره سره به ښونځي ته ځو 21 جون, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||