|
په افغانستان کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ناټو ځواکونه وايي دوه سرتېري يې په افغانستان کې د چهارشنبې په ورځ وژل شوي او يو بل له خپل افغان ژباړن سره ټپيان شوى دى. د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي سرتېرو يې د افغانستان په سويل کې گزمه کوله چې مرگ ژوبله ور واوښته. په خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاگه شوى او نه يې د پېښې ځانگړې سيمه ښوول ښوول شوې ده. له وروستۍ پېښې سره په روان زېږديز کال کې په افغانستان کې د وژل شويو نړيوالو سرتېرو شمېره تر ١٦٠ اوړي. ډېرى دغه سرتېري په سويل کې وژل شوي، چې د هېواد تر ټولو نارام ولايتونه هلته پراتۀ دي. په سويل کې ډېرى مېشت سرتېري د برتانيا، کاناډا او هالنډ دي. له طالبانو سره د دوى نښتې ورځنۍ خبرې دي. په وروستيو مياشتو کې پر نړيوالو ځواکونو د وسله والو طالبانو بريدونه زيات شوي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه په ځانمرگي بريد کې درې ناټو سرتېري وژل شوي28 اگست, 2007 | افغانستان په افغانستان کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي27 اگست, 2007 | افغانستان يو ولسوال او٣ماشومان يې ځانمرگي ووژل17 اگست, 2007 | افغانستان په افغانستان کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي12 اگست, 2007 | افغانستان په افغانستان کې د ناټو شپږ سرتېري وژل شوي23 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||