BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:16 گرينويچ 2007 ,27 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټووياند:دايساف دوه سرتيري وژل شوي دي

ايساف
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواکونه وايي چې پيښه له هغې وروسته رامنځته شوه چې ددغو سرتيرو د گزمې پر يو مرکز بريد شوى دى .
دناټو دوه سرتيري وژل شوي او دوه نور د افغانستان په سوېل کې ټپيان شوي دي .

دوى هغه مهال له بريد لاندې راغلل چې د افغانستان په سوېل کې ددوى يو مرکز داورپکو له بريد سره مخامخ شو.

په افغانستان کې دنړيوالو مرستندويه امنيتي ځواکونو وياند تورن چارلس انتوني بي بي سي ته وويل چې تيره شپه د ايساف دوه سرتيري داورپکو په يو بريد کې وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواکونه وايي چې پيښه له هغې وروسته رامنځته شوه چې ددغو سرتيرو د گزمې پر يو مرکز بريد شوى دى .

د نړيوالو مرستندويه امنيتي ځواکونو وياند دا ونه ويل چې پيښه د افغانستان د سوېل په کومه سيمه کې رامنځته شوې ده .

دا هم روښانه نه ده چې دغه سرتيري د کوم هيواد وگړي وو.

له دې سره په روان کال کې د ناټو د وژل شو سرتيرو شمير ١٧٥ تنو ته ورسيده چې په افغانستان کې وژل شوي دي.

ډيرى يې د طالبانو په وړاندې عملياتو کې وژل شوي دي.

له بلې د کابل په څيرمه ولايت ميدان وردک کې داورپکو له خوا دسره صليب د نړيوالې ټولنې ددوه بهرنيو کارکونکو د تښتنې راپور ورکړل شوى دى.

يو افغان چارواکي ويلي دي چې دغه دواړه مرستندويه کارکونکي د چارشنبې په ورځ هغه مهال د وسله والو کسانو د يوې ډلې له خوا وتښتول شول چې له افغان موټرچلونکو سره يې دتښتول شوي جرمن دخوشې کولو لپاره يې د يرغمل نيونکو سره د خبرو هڅه کوله .

د پيښې ډير جزيات نه دي روښانه شوي چې ايا تښتونکي به جنايي ډله وي که د وسله والو طالبانو ملگري.

 دميدان وردک د سالار په ولسوالۍ کې دسره صليب د نړيوالې ټولنې دوه تنه کارکونکي دوسله والو کسانو له خوا تښتول شوي دي
دميدان وردک پوليس
دميدان وردک پوليسو ويلي دي چې دغه کسان د سالار په ولسوالۍ کې تښتول شوي دي.

تيره اونۍ ديوې خيريه ټولنې برک يو بنگله ديشى کارکونکى د لوگر په ولايت کې تښتول شوى دى چې برخليک يې جوت نه دى.

د سې شنبې په ورځ د کابل يو ټلويزون يو ويډيو خپور کړ چې ظاهرا يې دغه بنگله ديشى يرغمل ښوده چې يوې لوې ډبرې سره تړل شوى وو.

په دې ويډيو کې تښتونکو گواښ وکړ که دوى ته ددغه بنگله ديشي د خوشې کولو په بدل کې پيسې ورنکړل شي دوى به يې لاس او يوه پښه پرې کړي.

په هيواد کې ترينگلي امنيتي حالات په پام سره په دې وروستيو کې ډير بهرني او کورني خيريه کارکونکي د طالبانو له خوا تښتول شوي دي.

په دې کسانو کې يې يو شمير د پيسو په بدل کې خوشې شوي دي او يو شمير يې وژل شوي او يا هم د طالبانو دبندي ملگرو په وړاندې تبادله شوي دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
برتانياپوځ:نژدې٦٠اورپکي ووژل شول
20 سپتمبر, 2007 | افغانستان
طالبانو په کندز کې دوه پوليس وژلي
22 سپتمبر, 2007 | افغانستان
د بدخشان په کمين کې ١٢ کسان وژل شوي
24 سپتمبر, 2007 | افغانستان
ايتلاف: ١٧٠ طالبان مو وژلي
26 سپتمبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت