|
طالبانو په کندز کې دوه پوليس وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په کندز ولايت کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوه پوسته بريد کړى او دوه يې وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي. بريد تېره نيمه شپه د کندز ښار په لمنو کې د پوليسو پر يوې څارونکي پوسته باندې شوى. سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي د طالبانو يوه ډله پر پوسته باندې له بريده وروسته له پوليسو سره ونښتل چې جگړې کابو نيم ساعت دوام وکړ. د چارواکو په خبر، دوه پوليس په جگړه کې ووژل شول او څلور نور ټپيان شول، چې د هغوى روغتيايي حالت ښه بلل شوى دى. خو، طالبانو بيا په دغه بريد کې پوليسو ته د درنې مرگ ژوبلې اړولو ادعا کړې. د طالبانو يوۀ وياند ذبيح الله مجاهد وايي په نښته کې يې تر څلورو زيات پوليس وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي. کندز د افغانستان په شمال کې تر ټولو نارامه ولايت دى، خو دا لومړى ځل دى چې وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونو سره د ښار په دروازه کې په جگړه کېوزي. | ورسره تړلي نور خبرونه په کندز کې ځانمرگي پوليس وژلي04 سپتمبر, 2007 | افغانستان په کندوز کې ځانمرگى بريد وشو30 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||