|
په کندز کې ځانمرگي پوليس وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په شمال کې د د کندز ښار په لمنو کې يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي دوه پوليس وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي. د کندز د پوليسو مشر ايوب سالنگي وايي يو شکمن گاډى د دوى تر څارنې لاندې و او هغه مهال چې پوليسو ودراوۀ چاودنه وشوه. ښاغلى سالنگي زياتوي چې دوه تنه پوليس په گاډي کې ناست سړي ته ورنژدې شول او ځينې ويې غوښتل چې راکوز شي او ځان تسليم کړي، خو هغه ځان والوزاوه. عيني شاهدانو هم بي بي سي ته د پېښې ورته کيسه کړې ده. بغلان ته پر لويه لاره د سه درک په سيمه کې دغۀ بريد د دوو پوليسو له وژلو سربېره درې نور ژوبل کړي دي. دغه ځانمرگى بريد سهار لس بجې شوى چې په څه باندې يوه مياشت کې په کندز کې دويمه دا ډول پېښه ده. نژدې يوه مياشت مخکې هم يوۀ سړي هغه مهال ځان په کندز ښار کې الوزولى و چې پوليسو غوښتل ونيسي. د افغانستان شمال په پرتليزه توگه ارام دى، خو په کندز کې دا ډول بريدونه وخت پر وخت شوي دي، چې افغان او بهرني ځواکونه يې په نښه کړي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه په کندوز کې ځانمرگى بريد وشو30 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||